په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو لاریون اوومې ورځې ته غځېدلی او د تحریک انصاف ګوند او مرکزي حکومت ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ د لاریون کاروان له چارسدې وروسته مردان ته رسېدلی او له ګډونوالو یې غوښتي چې د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۳مه) صوابۍ ته ولاړ شي.
په همدې حال کې، د تحریک انصاف مشرانو په پېښور کې د لاریون او د هېواد د سیاسي وضعیت په اړه ناسته کړې ده. د ګوند مشر بېرسټر ګوهر علي خان ادعا کړې چې د مرکزي حکومت د لاسوهنې له امله په خیبر پښتونخوا کې د ایالتي حکومت واک کمزوری شوی دی.
بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاءالله تارړ پر تحریک انصاف نیوکې کړې او دغه ګوند یې د خیبر پښتونخوا د ستونزو او ناامنۍ په زیاتېدو تورن کړی دی.
دا لاریون وروسته له هغه دوام موندلی چې د تحریک انصاف او مرکزي حکومت ترمنځ خبرې ناکامې شوې او سیاسي کړکېچ نور هم زیات شوی دی.
