په جیبوتي کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله د مړو شمېر ۱۳۹ ته ورسېد

د جیبوتي په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د مړو شمېر ۱۳۹ ته رسېدلی او ۸۴ نور کسان لا هم ورک دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د قربانیانو د لټون او پېژندنې عملیات لا هم روان دي.

په جیبوتي کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر مشر الکساندر کویساک اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې د وروستیو شمېرو له مخې، د کښتۍ له ۳۰۵ سپرلیو څخه ۱۳۹ کسان، چې ۴۲ ښځې او ۱۵ ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي، ۸۲ کسان ژوندي ژغورل شوي او ۸۴ نور لا هم ورک دي.

د هغه په وینا، ځینې جسدونه خپله کډوالو خاورو ته سپارلي دي، خو دا جسدونه لا هم د مړو په رسمي ۱۳۹ کسیز شمېر کې نه دي شامل شوي؛ ځکه چارواکي باید د هغوی شتون او هویت تایید کړي.

هغه اندېښنه هم څرګنده کړې چې ښايي د قربانیانو کورنۍ هېڅکله د خپلو عزیزانو له برخلیک څخه خبره نه شي.

کویساک ویلي: «وحشتناکه خبره دا ده چې هغوی د جګړې د وضعیت په څېر، په یوه ګډ قبر کې بې‌نومه خاورو ته سپارل شوي دي. هر یو یې مور او پلار لري او ښايي هغوی هېڅکله پوه نه شي چې د خپلو عزیزانو پر سر څه تېر شوي دي.»

د هغه په وینا، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ماښام ۳۰۵ کډوال پر کښتۍ سپاره شوي وو، خو کښتۍ «د ګڼې ګوڼې له امله» ډېر ژر ساحل ته نږدې ډوبه شوه.

په جیبوتي کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر مشر ویلي: «ځايي چارواکو خپله ټوله هڅه وکړه، خو د هغو ګڼو جسدونو له امله چې پرله‌پسې ساحل ته راتلل، له ستونزو سره مخ شوي وو.»

د هغه په وینا، د جیبوتي چارواکو ژوندي پاتې شوي کډوال د کډوالۍ نړیوال سازمان د ژغورنې مرکز ته، چې په اوبوک کې موقعیت لري، لېږدولي دي. هغوی د سمندر د اوبو له تېرولو وروسته هلته طبي مرستې او رواني ملاتړ ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړې: «ټول په رواني ټکان کې دي. ما هڅه وکړه چې له ځینو سره خبرې وکړم، خو دا کار ډېر ستونزمن دی.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن (سې‌شنبه، د تلې ۲۱مه) پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي چې د جیبوتي په ساحلونو کې د څه باندې سلو کډوالو د ډوبېدو او د ګڼ شمېر نورو د ورکېدو د خبر په اورېدو ژور خواشینی شوی دی.

هغه ویلي چې دا وضعیت د منلو وړ نه دی او هر انسان چې د ښه ژوند په لټه کې وي، د امنیت او کرامت مستحق دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د کډوالو د نورو مرګ‌ژوبلو د مخنیوي لپاره باید خوندي او قانوني لارې برابرې شي.

هر کال زرګونه کډوال د افریقا له ښکر څخه د جیبوتي له لارې تېرېږي او د باب‌المندب تنګي په اوښتو سره یمن ته ځي. هغوی هیله لري چې د امنیت، ثبات او کاري فرصتونو د موندلو لپاره د خلیج هېوادونو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په یمن کې د تاوتریخوالي له شتون سره سره، کډوال لا هم دا خطرناک سفرونه کوي، په دې هیله چې د خلیج هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په تېرو ۳۰ ورځو کې له ایتوپیا څخه جیبوتي ته د کډوالو د ننوتلو څه باندې ۲۰ زره پېښې ثبت شوې دي. دا کډوال له جیبوتي وروسته یمن ته ځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته