د یمن د حوثیانو له وروستیو بریدونو وروسته، چې د ریاض پر ملک خالد هوايي ډګر یې کړي، او د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو سره، یو شمېر سیمهییزو او نړیوالو هوايي شرکتونو سعودي عربستان ته خپلې الوتنې لغوه کړې یا یې ځنډولې دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د حوثیانو د دوو وروستیو بریدونو له امله، چې لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او شاوخوا ۳۲۰ نور ټپیان شوي، د ریاض ملک خالد هوايي ډګر تړل شوی دی.
د دغه رسنۍ د راپور له مخې، دې وضعیت د سعودي عربستان په کورنیو او نړیوالو الوتنو کې «پراخه ګډوډي» رامنځته کړې ده.
د متحده عربي اماراتو «اتحاد» هوايي شرکت له ابوظبۍ څخه ریاض ته الوتنې د اکتوبر تر ۱۹مې او جده او دمام ښارونو ته الوتنې د اکتوبر تر ۱۴مې ځنډولې دي.
د قطر هوايي شرکت هم ریاض او دمام ته خپلې الوتنې په لنډمهاله توګه ځنډولې دي. امارات، فلای دوبۍ او ایرعربیه هم له دوبۍ او شارجه څخه ریاض ته یو شمېر الوتنې لغوه کړې دي.
په همدې حال کې، د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت ریاض ته ټولې الوتنې د اکتوبر تر ۱۶مې ځنډولې دي. ایرفرانس او کېالاېم هم د سعودي عربستان پلازمېنې ته د خپلو الوتنو ځنډول د اکتوبر تر پایه غځولي دي.
د هند انډیګو هوايي شرکت ریاض او دمام ته الوتنې د اکتوبر تر ۱۵مې لغوه کړې دي او ایر انډیا هم ریاض ته د خپلو الوتنو ځنډول تر همدې نېټې غځولي دي. د هند اکاسا ایر هوايي شرکت جده او ریاض ته الوتنې د اکتوبر تر ۱۳مې ځنډولې دي.
د بحرین ګلف ایر هوايي شرکت هم له ریاض څخه تلونکې او بېرته راتلونکې الوتنې د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۷مې لغوه کړې دي.
فیلیپین ایرلاینز ریاض ته د خپلو الوتنو ځنډول د نومبر تر ۲۹مې غځولي دي. کاتای پاسیفیک هم اعلان کړی چې له هانګ کانګ څخه ریاض او دوبۍ ته د الوتنو د بیا پیل نېټه یې د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ تر ۳۱مې ځنډولې ده. ډیلټا هوايي شرکت هم له اتلانتا څخه ریاض ته د الوتنو پیل د ۲۰۲۷ کال تر مارچ پورې ځنډولی دی.
د «ګلف بیزنس» د راپور له مخې، د اکتوبر تر ۱۲مې د ریاض، جده او دمام په درېیو لویو هوايي ډګرونو کې نږدې ۱۵۰۰ الوتنې لغوه شوې دي. له دې ډلې ۴۳۶ الوتنې د ریاض له هوايي ډګر سره تړاو لري.
دا په داسې حال کې ده چې د یمن حوثیانو د نړۍ هوايي شرکتونو ته د سعودي عربستان د هوايي ډګرونو او هوايي حریم د کارولو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغې ډلې د مکې او مدینې له هوايي حریم پرته، د سعودي عربستان پاتې هوايي حریم «پوځي عملیاتي سیمه» اعلان کړی دی.
