ربابه محمدي په کاناډا کې د «کال هنرمنده» ونومول شوه

په کاناډا کې مېشتې افغانې انځورګرې ربابه محمدي د «مکس ګالا» بنسټ له لوري د ۲۰۲۶ کال د هنرمندې په توګه ونومول شوه.

د مکس ګالا بنسټ د شنبې په ورځ (د تلې ۱۸مه) د تورنتو په ښار کې په یوه مراسمو کې، چې لسګونه هنرمندانو پکې ګډون کړی و، د کال د هنرمندې جایزه ربابې ته ورکړه.

دغه بنسټ په خپله انستاګرام پاڼه لیکلي: «موږ ویاړو چې د افغانستان د هنرمندې او سوداګرې ربابې درناوی کوو. دا وړ پېژندنه د هغې د استعداد او نوښت د ارزښت پېژندلو ښکارندویي کوي.»

ربابې محمدي هم د یوې پیغام خپرولو له لارې د دې جایزې د ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي: «زما هنري لاسته راوړنو ته یوه بله لاسته راوړنه هم ورزیاته شوه؛ د کاناډا د مکس ګالا د ۲۰۲۶ کال د هنرمندې جایزه ماته راورسېده.»

هغې په انستاګرام لیکلي چې دا مجسمه ورته یوازې یوه جایزه نه ده، بلکې د هغو ټولو ورځو یادونه ده چې له ستونزو سره سره یې پر خپلو خوبونو باور درلود او له هڅو یې لاس وانه‌خیست.

ربابه د هغو ۲۰۰ هنرمندانو له ډلې چې په دې سیالۍ کې نوماندان شوي وو، د عامه رایو او د قاضیانو د ارزونې پر بنسټ د لسو غوره هنرمندانو ډلې ته لاره وموندله او وروسته له درېیو وروستیو نوماندانو څخه د کال د هنرمندې په توګه وټاکل شوه.

د «مکس ګالا» بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې په کاناډا کې جوړ شوی او هر کال په لسو بېلابېلو برخو کې فعالو او الهام‌بښونکو څېرو ته جایزې ورکوي. دغه بنسټ هر کال د کاناډا د کال یوه هنرمنده او د کال یوه مېرمن هم معرفي کوي.

ربابه محمدي، چې سږ کال یې د کال د هنرمندې جایزه ګټلې، شاوخوا دوه نیم کاله مخکې کاناډا ته تللې ده. هغه د دواړو لاسونو او دواړو پښو د معلولیت له امله په خوله انځورګري کوي. نوموړې تر دې مخکې هم د خپل هنر، هڅو، انګېزې او الهام‌بښونکي شخصیت له امله ګڼې جایزې ګټلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته