په ننګرهار کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي او دوه کسان د تندر لوېدو له امله ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسوولانو ویلي، چې د دوشنبې په شپه، د تلې په ۲۰مه، سختو بارانونو او سېلابونو د دغه ولایت په سپین غر، خوږیاڼو، شېرزادو، مهمند درې، بټي کوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، د بارانونو او سېلابونو له امله په یادو سیمو کې په زیاته کچه کرنیز فصلونه او یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې د اوښتو زیانونو د کچې معلومولو لپاره سروې پیل شوې او د پېښې په اړه د معلوماتو راټولولو بهیر روان دی.
د مسوولانو په خبره، په ورته وخت کې د پچیر اګام ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو له امله دوه کسان ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
