د طالبانو د ترانسپورټ وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د پرلهپسې ورښتونو او غر ښویېدنې له امله د کابل – جلالاباد لویه لار د تنګي ابریشم په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
حقشناس زیاتوي، د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونه په سیمه کې حضور لري او د یادې لارې د پاکولو او بېرته پرانیستلو هڅې کوي.
نوموړي له هېوادوالو او موټرچلوونکو غوښتي، چې د ټولګټو وزارت تر بلې خبرتیا پورې له دې مسیر څخه تګ راتګ ونه کړي.
دا په داسي حال کې ده چې د تيرو دوه ورځو راهیسي د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوي دی.
