د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې ایران د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره همکارۍ ته چمتو دی.
د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) راپور ورکړی، چې عراقچي او بن فرحان تېره شپه خبرې کړې دي.
عراقچي ویلي: «په سیمه کې روان کړکېچونه پوځي حللاره نه لري.»
هغه د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي: «د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د خبرو اترو د پیل او سیاسي حللارې ته د رسېدو لپاره هر ډول مرسته وکړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې د کړکېچونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې پر پوځي تګلارې ټینګار او سیاسي حللارې ته نه پاملرنه به روان وضعیت لا پېچلی کړي.
د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ پوځي نښتې زیاتې شوې دي. په تېره شاوخوا یوه میاشت کې، چې حوثیانو د یمن په سوېل کې ځینې ستراتیژیکې سیمې، د بابالمندب تنګي په ګډون، نیولې دي، سعودي عربستان د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو باندې نږدې دوه زره هوايي بریدونه کړي دي.
په مقابل کې، حوثیانو د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو، پوځي اډو او د تېلو تاسیساتو پراخ توغندیز او د ډرون بریدونه کړي دي.
د حوثیانو تر ټولو خونړی برید د شنبې په ورځ د ریاض په ملک خالد هوايي ډګر کې شوی، چې له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د یکشنبې په ورځ هم پر دغه هوايي ډګر یو بل برید شوی، چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د یمن حوثیانو د مکې او مدینې له هوايي حریم پرته، د سعودي عربستان ټول هوايي حریم د پوځي عملیاتو سیمه اعلان کړې او د نړۍ له ټولو هوايي شرکتونو یې غوښتي چې د سعودي عربستان په هوايي حریم کې الوتنې ونه کړي.
