د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کې د نجونو پر زدهکړو حق او د طب په برخه کې د هغوی د زدهکړو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې له مخې، طارق علي بخیت د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر نورجلال جلالي سره په لیدنه کې ویلي چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ښځینه کارکوونکو حضور حیاتي ارزښت لري.
طالبانو واک ته تر بیا رسېدو وروسته د نجونو پر زدهکړو او لوړو زدهکړو بندیز لګولی دی. د دغه بندیز یوه پایله د ښځینه ډاکټرانو کمښت دی؛ هغه ستونزه چې د ملګرو ملتونو په وینا، اوس پر یوه کړکېچ بدله شوې ده. خو د نجونو له زدهکړو د محرومولو په اړه د نړیوالو نیوکو سربېره، طالبانو تر اوسه له خپل دریځ څخه شاتګ نه دی کړی.
د اسلامي همکاریو سازمان استازي د طالبانو د پوهنې له وزیر حبیبالله آغا سره هم د ښوونیز نصاب، د نجونو د زدهکړو پر حق او د افغانستان د پوهنې د پرمختګ لپاره د دغه سازمان د یو شمېر وړاندیز شویو پروژو د ارزونې په اړه خبرې کړې دي.
اوس مهال افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو د زدهکړو او کار مخه نیسي.
د اسلامي همکاریو سازمان او یو شمېر نورو اسلامي بنسټونو څو ځله پر دغو محدودیتونو نیوکه کړې او د هغو د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده، خو طالبانو تر اوسه دغو نیوکو ته پام نه دی کړی.
د اسلامي همکاریو سازمان په هغې پرېکړهلیک کې چې په اسلاماباد کې د دغه سازمان په غونډه کې تصویب شوی، ګډونوالو په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کاري فرصتونو د ځنډولو په اړه خپله ژوره «خواشیني» څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام د اسلام انځور ته زیان رسوي.
