د طالبانو د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویلي چې د دې ډلې ځواکونو د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې له یوه کس سره په نښته کې هغه وژلی دی.
د طالبانو د پکتیا امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوی کس فریدون نومېده او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی و. د دې قوماندانۍ ادعا کړې چې نوموړی په ننګرهار کې د طالبانو د زندان د کشف د آمر په وژنه کې لاس درلود.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، فریدون تر تعقیب لاندې و او تېره شپه یې غوښتل د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ له لارې پاکستان ته ولاړ شي، خو له طالب ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
خپلواکو سرچینو د دغه کس د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې د طالبانو د زندان د کشف آمر د تلې پر ۱۳مه په جلالاباد ښار کې د وسلهوالو کسانو لهخوا وژل شوی و.
د «ملي بسیج جبهې» په نوم یوې ډلې، چې ځان د طالبانو مخالفه بولي، د دغه طالب غړي د وژنې مسوولیت منلی دی.
