د طالبانو مشر د «رسنیو د ازادۍ د دښمنانو» په نوملړ کې شامل شو

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د «رسنیو د ازادۍ د دښمنانو» خپل کلنی نوملړ خپور کړی چې پکې د ۳۳ کسانو او بنسټونو نومونه شامل دي. په دې نوملړ کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اېکس شبکې د مالک ایلان ماسک او د فېسبوک د مالک شرکت «مېټا» نومونه هم راغلي دي.

بې‌پولې خبریالانو دغه نوملړ نن (دوشنبه، د عقرب ۱۱مه) د «د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بې‌سزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې» په مناسبت خپور کړی دی.

دغه سازمان په خپل نوملړ کې د ۳۳ کسانو او بنسټونو نومونه ثبت کړي چې د دوی په باور، په ۲۰۲۶ کال کې یې د خبریالانو د ګواښلو او نیولو، تاوتریخوالي، حقوقي او اقتصادي فشارونو او تبلیغاتو په ګډون د بېلابېلو لارو چارو له لارې د رسنیو ازادي او د خپلواکو خبریالانو فعالیتونه محدود کړي دي.

دا نوملړ په پنځو سیاسي، امنیتي، حقوقي، اقتصادي او ټولنیزو برخو وېشل شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره په دې نوملړ کې شامل شوی دی. بې‌پولې خبریالان وايي، ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې له پیل راهیسې پر رسنیو خپل بریدونه زیات کړي او له خپل سیاسي واک څخه د هغو رسنیو د وېرولو لپاره کار اخلي چې راپورونه یې د ده له دریځونو سره سمون نه لري.

د دغه سازمان د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه‌بندۍ کې امریکا د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۶۴م ځای لري.

سیاسي برخه؛ هغه کسان چې رسنۍ چوپوي او محدودوي

د افغانستان د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اذربایجان ولسمشر الهام علی‌اف، د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو، د نیکاراګوا مشران دانیل اورتېګا او روزاریو موریو، او د اوګانډا د دفاعي ځواکونو قوماندان موهوزي کاینروګابا هغه اته کسان دي چې د بې‌پولې خبریالانو په وینا، رسنۍ محدودوي او د خبریالانو غږ چوپوي.

امنیتي برخه؛ هغه کسان او بنسټونه چې خبریالان نیسي یا یې وژني

بې‌پولې خبریالانو د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي نومونه د هغو کسانو په نوملړ کې راوستي چې خبریالان نیسي یا یې وژني.

د اسرائیلو پوځي ځواکونه، د چین کمونیست ګوند، د مکسیکو د «خالیسکو نوې نسل» کارټل او د دغه هېواد نور نشه‌يي توکو قاچاقوونکي کارټلونه، د بورکینا فاسو واکمنه پوځي شورا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د «اېم ۲۳» یاغي ډله او د ګیني پوځي مشر مامادي دومبویا هم په دې نوملړ کې شامل دي.

بې‌پولې خبریالان وايي، اسرائیلي ځواکونو په غزه، لوېدیځه غاړه او لبنان کې د خبریالانو پر وړاندې اقدامات کړي دي او په غزه کې شاوخوا ۲۲۰ خبریالان وژل شوي چې له ۶۰ څخه ډېر یې د خپل مسلکي کار په تړاو وژل شوي دي. دغه سازمان همداراز وايي، په چین کې ۱۱۱ خبریالان او د رسنیو فعالان بندیان دي.

حقوقي برخه؛ پر خبریالانو د فشار لپاره له قانون څخه ګټه اخیستل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قزاقستان ولسمشر قاسم‌جومارت توکایف، د امریکا د فدرالي مخابراتو کمېسیون رییس برېنډن کار، د هانګ‌کانګ اجرائیه رییس جان لي کاچیو، د روسیې د مخابراتو څارونکې ادارې «روسکومنادزور» او په هند کې د «اداني» سوداګریزې ډلې نومونه په دې برخه کې راغلي دي.

بې‌پولې خبریالان وايي، دغه کسان او بنسټونه له قضايي بهیرونو او مقرراتو څخه د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو د محدودولو لپاره کار اخلي.

اقتصادي برخه؛ د رسنیو کمزوري کول

بې‌پولې خبریالانو د رسنیو د ازادۍ د محدودوونکو په خپل نوي نوملړ کې د «الفابېټ» شرکت نوم هم راوړی چې د ګوګل او یوټیوب مالک دی. دغه راز د فېسبوک او انسټاګرام مالک شرکت «مېټا»، د ګرجستان میلیاردر او پخوانی لومړی وزیر بیدزینا ایوانیشویلي، د روسیې د رسنیو مدیر ولادیمیر تاباک، فرانسوی پانګه‌وال وېنسنټ بولورې او د کینیا ولسمشر ویلیام روتو هم په دې برخه کې شامل دي.

د دغه سازمان په وینا، یاد کسان او بنسټونه د رسنیو د مالي کمزوري کولو هڅې کوي، څو د بیان ازادي محدوده شي.

دغه سازمان وايي، د اعلانونو د عوایدو پر وړاندې فشارونه، جریمې او پر رسنیو اقتصادي نفوذ کولای شي د رسنیو خپلواکي کمزورې کړي.

ټولنیزه برخه؛ د خبریالانو بدنامول او بې‌باوري رامنځته کول

د اېکس شبکې د مالک ایلان ماسک، د اسرائیلو د «هانیست ریپورټینګ» بنسټ، د سلواکیا د لومړي وزیر روبرت فیتسو، د ارجنټاین د ولسمشر خاویر مېلي، د روسیې د «ار ټي» شبکې د مشرې مارګریتا سیمونیان، د هند د «اوپ‌ایندیا» رسنۍ او د بورکینا فاسو د چټکو اړیکو واحد نومونه په دې برخه کې راغلي دي.

هغه کسان چې د رسنیو د ازادۍ د دښمنانو له نوملړه ایستل شوي

بې‌پولې خبریالانو د خپل راپور په پای کې ویلي چې د تېر کال له نوملړه یې د څلورو څېرو نومونه ایستلي دي.

د ایران پخوانی مشر علي خامنه‌يي چې د امریکا او اسرائیلو له‌خوا وژل شوی، د وینزویلا پخوانی ولسمشر نیکولاس مادورو چې د امریکا له‌خوا نیول شوی، د هنګري پخوانی لومړی وزیر ویکتور اوربان او د سربیا پخوانی ولسمشر الکساندر ووچیچ هغه کسان دي چې نور د بیان د ازادۍ د محدودولو توان نه لري.

بې‌پولې خبریالانو ټینګار کړی چې د «رسنیو د ازادۍ د دښمنانو» نوملړ بشپړ او هر اړخیز نه دی، بلکې د هغو کسانو او بنسټونو بېلګې پکې وړاندې شوې چې د دغه سازمان په باور، په ۲۰۲۶ کال کې یې په قصدي ډول د رسنیو ازادي کمزورې کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته