د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې افغان کډوال پاکستان ته ونه لېږدوي، بلکې د یوې سنجول شوې او مسوولانه تګلارې له مخې له دې ډلې سره مستقیمې هوکړې ته ورسېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، د عقرب ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې پاکستان ته د افغان کډوالو د لېږدولو په اړه د امریکا د احتمالي پرېکړې د راپورونو په غبرګون کې دا غوښتنه کړې ده.
دغه وزارت ویلي: «اسلامي امارت له متحده ایالاتو غواړي چې په دې برخه کې مسوولانه او سنجول شوې تګلاره خپله کړي. د افغانستان د وګړو د برخلیک په اړه هر ډول پرېکړه یا اقدام باید د روڼو دوهاړخیزو هوکړو، اړینې همغږۍ او د ښکېلو کسانو د مشروع حقونو او غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره شي.»
طالبانو د پاکستان له نوم اخیستو پرته له امریکا غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو په صورت کې هغوی درېیم هېواد ته ونه لېږدوي؛ ځکه ښايي درېیم هېوادونه له کډوالو د معاملې او امتیاز اخیستو لپاره د وسیلې په توګه کار واخلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دا مناسبه نه ده چې درېیم هېوادونه د لنډمهاله او محدودو امتیازونو د ترلاسه کولو یا د نورو لاملونو له مخې، د بل ملت د وګړو برخلیک د معاملې په وسیله بدل کړي.»
طالبانو د افغان وګړو د باعزته، خوندي او داوطلبانه راستنېدو په برخه کې د «رغنده تعامل او همکارۍ» لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د هغوی د حقونو او امنیت تضمینول خپل مسوولیت ګڼي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دا ډله چمتو ده د متقابل تفاهم پر بنسټ داسې عملي همکاري پیل کړي چې د دواړو لورو شته واقعیتونه او مشروع اندېښنې په پام کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ یو شمېر امریکايي رسنیو او د کډوالو د حقونو ملاتړو بنسټونو د امریکا د حکومت له لوري پاکستان ته د افغان کډوالو د ایستلو د پلان خبر ورکړی و.
د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو لومړنۍ ډله، چې ۱۵۰ کسان پکې شامل دي او په امریکا کې د پناه غوښتنې په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي، د امریکا د کډوالۍ ادارې د لوزیانا ایالت له یوه توقیفځای څخه اسلاماباد ته لېږدول کېږي.
د راپورونو له مخې، که دا پلان عملي شي، پاکستان به د درېیم هېواد په توګه دغه کډوال کابل ته یا د تورخم له لارې د ځمکنۍ پولې له لارې طالبانو ته وسپاري.
