اطلاعات روز: د بشري حقونو بنسټونو د بشري حقونو شورا ته په يوه مشترک راپور کې ويلي چې طالبانو د ښځو پر خلاف د محدودوونکو فرمانونو له لارې د جنسيتي اپارتايډ په څېر د سيسټماټيک ظلم او جنسيتي تبعيض چاپېريال جوړ کړی دی.
د بشري حقونو د شورا د ارزوونکې کاري ډلې غونډه نن د سويس په جينيوا کې د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو ارزولو لپاره جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د مدني ټولنې د درو سازمانونو (رواداري، د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه، د خطر د کمولو او خونديتوب سازمان) او د بشري حقونو د يوه فعال مشترک راپور هم ارزول شوی دی.
په دې راپور کې د ښځو د حقونو په اړه راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال له جون راهيسې ۶۰ فرمانونه ورکړي دي چې د ښځو حقونه محدودوي او د جنسيتي اپارتايډ په څېر يې د سيسټماټيک ظلم او جنسيتي تعبيض چاپېريال را منځ ته کړی دی.
له دې راپور سره سم، ښځې د ځور او اذيت له زياتېدو سره د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د چارواکو له لوري له کلامي ځورونې او تاوتريخوالي سره مخ دي.
د بشري حقونو د بنسټونو په راپور کې د ښځو مجازات او خپلسرې نيونې ته اشاره شوې او پکې راغلي چې د رواداري بنسټ له راپور سره سم چې د دې راپور يو همکار دی، د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۲ کال تر نومبر پورې په کابل، غزني او بدخشان ولايتونو کې د ښځو د خپلسرې نيونې او زنداني کولو ۱۳۶ پېښې ثبت شوې دي.
د نيولو دلايل له پخواني دولت سره تړاو، د طالبانو له سياستونو سره مخالفت، د واده لپاره له کور څخه تېښته او د حجاب په تړاو الزامي لارښوونو ته نه پاملرنه کول دي.
پر زده کړو بنديز د بشري حقونو د نقض يو بل مورد دی چې په دې راپور کې ورته اشاره شوې او ويل شوي چې طالبانو تر ۱۵ زيات فرمانونه ورکړي دي چې د ښځو پر زده کړو يې سخت اغېز کړی دی.
روغتيايي پاملرنو ته په لاسرسي کې ننګونې د ښځو د حقونو د نقض نور موارد دي.
د بشري حقونو د بنسټونو له راپور سره سم، په افغانستان کې له لسيزو راهيسې روغتيايي پاملرنو ته د لاسرسي په برخه کې د ننګونو له امله د ميندو د مړينې کچه لوړه ده.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته او د دې ډلې د بنديزونو له کبله وضعيت په پام وړ توګه بدتر شوی دی.
طالبانو په ځينو ولايتونو کې د نارينه ډاکټرانو له لوري د ښځو درملنه منع کړې ده. دا په داسې حال کې چې ښځينه روغتيايي پرسونل کم دی او په عين مهال کې طالبانو د نجونو پر زده کړو بنديز لګولی دی.
د بشري حقونو د بنسټونو په وينا، دې سياست ښځو، ماشومانو او نويو زېږېدلو ماشومانو ته د ژغورونکو خدماتو پر وړاندې کولو اغېز کړی دی.
په سياسي او اقتصادي برخه کې نه ګډون او عدالت ته نه لاسرسی د ښځو د حقونو د نقض يو بل مورد دی چې د بشري حقونو د بنسټونو په راپور کې يې يادونه شوې ده.
دې بنسټونو ټينګار کړی چې طالبان بايد په بشپړه توګه د بشري حقونو د ارزښتونو د درناوي، ترويج او ملاتړ لپاره خپل مسووليتونه او قانوني تعهدات ومني.
د دې بنسټونو په وينا، افغانستان يو له هغو هيوادو څخه دی چې د بشري حقونو معاهدات او کنوانسينونه يې لاسليک کړي دي او طالبان د بشري حقونو د ملاتړ او ودې لپاره د همدې تعهداتو په خونديتوب مکلف دي.
د بشري حقونو بنسټونو ټينګار کړی دی چې د ښځو پر خلاف په حقوقي او قضايي بنسټونو کې شته سيسټماټيک تبعيض او له عدالته انکار بايد سمدستي ختم شي.
دې بنسټ زياته کړې ده چې طالبان بايد په حقوقي او قضايي او نورو ټولو برخو کې کار ته د ښځو د خوندي راستنېدو زمينه برابره کړي او عدالت ته د ښځو د لاسرسي لپاره خوندي ميکانيزمونه را منځ ته کړي.
د بشري حقونو بنسټونو د بشري حقونو شورا ته په خپل راپور کې ويلي چې د تګ – راتګ، کار او عمومي ګډون د حق په ګډون د ښځو پر اساسي حقونو او ازاديو لګېدلي بنديزونه بايد له منځه ولاړ شي د دوی د ټولنيز، سياسي، اقتصادي او ټولنيز ګډون په وړاندې ټول خنډونه له منځه ولاړ شي.
دې بنسټونو له طالبانو غوښتي چې د راغونډېدو او ازاد بيان حق ته ارزښت ورکړي او وګړو ته فرصت ورکړي چې خپل غږ پورته کړي او په بشپړ امنيت کې خپلې غوښتنې او انديښنې شريکې کړي.