close
Photo: Social Media

د «ازادۍ جبهه»: په هرات کې پر لمونځ کوونکو برید د نسل وژنې دوام دی

اطلاعات روز: د «افغانستان د ازادۍ جبهې» په هرات کې پر شیعه ګانو برید «د نسل وژنې دوام او د بشریت ضد جنایت» بللی او هغه یې غندلی دی.

وسله والو کسانو پرون (دوشنبه،۱۰ د غویي) ماښام مهال د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې، چې د اندېشه ښارګوټي په نوم هم یادېږي، لمونځ کوونکي له جوماته د وتلو پر مهال تر برید لاندې ونیول.

د ځايي سرچينو په وينا، په موټر سايکل سپرو دوو وسله والو بريد کوونکو پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بریدګر یو تن بللی دی.

په دغه بريد کې د څلورو نارينه وو، يو ماشوم او يوې ښځې په ګډون شپږ تنه وژل شوي او دوه تنه ټپيان دي. شیخ جاوید چې د جومات امام او د دغه سیمې وکیل د ګذر و د وژل کسانو په ډله کې دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

د «افغانستان د ازادۍ جبهې» په اعلاميه کې راغلي، چې دا پېښه د افغانستان د هزاره، شيعه او نورو توکمونو د اتباعو پر وړاندې د فرقه ييزو اختلافاتو د غوړولو په موخه د طالبانو په ملاتړ د تروريستي ډلو له خوا د خونړیو بریدونو په دوام ترسره کېږي.

دغې جبهې زیاته کړې چې «تروریستي شبکې د طالبانو د امارت د اکمالاتو او تجهیزاتو له مستقیم ملاتړ څخه ګټه پورته کوي».

د «افغانستان د ازادۍ جبهې» زیاته کړې، چې دغو ډلو په تیرو وختونو کې د پوځي او ملکي اهدافو پر وړاندې ډیر پیچلي بریدونه لکه ځانمرګي برید کوونکي، ځمکني ماینونه او له لېرې څخه چاودنې کارولې، خو اوس «دوی په خوندي توګه په ملکي خلکو ډزې کوي او د بې ګناه او بې دفاع خلکو د ډله ییزو وژلو وروسته بیرته خپلو حجرو او هغه ځایونو ته راګرځي چیرته چې طالبان راټولیږي او دوی د هیڅ ډول تعقیب او پوښتنې څخه ویره نه لري.»

د «ازادۍ جبهې» ټینګار کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی او دا یو د «نه منلو وړ» حقیقت دی.

دغې جبهې له نړیوالې ټولنې او د افغانستان په روانه جګړه کې له ښکیلو سیمه ییزو لوبغاړو غوښتي، چې د طالبانو سره د تعامل او باج ورکولو پالیسي له دوام څخه لاس واخلي او د ترهګرو ډلو په بشري ضد جنایتونو کې شریک نه شي.

په هرات کې پر هزاره ګانو او شیعه ګانو هدفي بریدونه

تېر کال هم د هرات ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند هزاره میشتې جبریل سیمه کې د وسله والو په برید کې د دوو دیني عالمانو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

دغه راز د هرات انجيل ولسوالۍ او جبریل کې په دوو نورو بريدونو کې درې تنه شيعه ديني عالمان ووژل شول.

د تېر کال د بريدونو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې. خو د هزاره ګانو پر وړاندې د ډیری بریدونو پړه داعش ډلې منلې ده.

د افغانستان د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر دیني او تعلیمي مرکزونو بریدونه له کلونو راهیسې روان دي. دغه هدفي بریدونه په هېواد کې د دغې توکمیزې او مذهبي ډلې پر وړاندې د نسل وژنې یوه بېلګه ګڼل کېږي.

په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې د رسمیت پیژندلو لپاره کمپاینونه په لار اچول شوي وو.