close

ننګرهار کې د ١٠ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو چېک‌ډیمونو چارې بشپړې شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د ١٠ ميليونه افغانيو په مالي لګښت په دره نور، بهسودو، دور بابا، کوز کونړ او شينوارو ولسواليو کې پنځه چېک‌ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد نن (سې شنبه، ١١ د غویي) وویل، چې د دې ولايت په ۲۲ ولسوالیو کې د چېک‌ډیمونو جوړولو چارې روانې دي چې په نږدې راتلوونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړی زیاتوي، په جوړ شويو چېک‌ډیمونو کې د وروستيو ورښتونو اوبه زيرمه شوي چې د اړتیا پر مهال به پرې سلګونه جريبه ځمکه خړوبه شي.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د چېک‌ډیمونو پر جوړېدو خوښي ښيي او وایي، چې یاد چېک‌ډیمونه اوبه زېرمه کولای شي او د سیلاب مخه به هم ونیولی شي.