close
Photo: IRNA

کاظمي قمي: داعش خراسان د ايران، افغانستان او سيمې لپاره ګډ ګواښ دی

اطلاعات روز: په هرات کې پر شيعه لمونځ کوونکو تر وسله وال بريد وروسته په کابل کې د ايران سفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ويلي، چې تروريزم او په ځانګړې توګه داعش خراسان د ايران، افغانستان او د سيمې د هيوادونو لپاره يو ګډ «باندينی» ګواښ دی.

نوموړي نن (سې‌شنبه، ۱۱ د غويي) سهار په هرات کې د تېري شپې بريد ته له اشارې پرته پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي: «موږ افغانستان له دې ګواښ سره په مبارزه کې خپل شريک بولو او په دې حوزه کې به همکاري يو لومړيتوب وي.»

د دوشنبې په ماښام (۱۰ د غويي) وسله والو کسانو د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمديه ښارګوټي کې چې په شهرک اندیشه هم يادېږي، له جوماته پر راوتونکو لمونځ کوونکو ډزې وکړې.

د ځايي سرچينو په وينا، پر موټرسایکل سپرو دوو وسله والو کسانو پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې، خو د طالبانو کورنيو چارو وزارت بريد کوونکی يو کس بللی دی.

په دې بريد کې د څلورو سړو، يوه ماشوم او يوې ښځې په ګډون شپږ تنه ووژل شول او دوه تنه نور ژوبل شول. د مسجد امام او د ګذر وکيل شيخ جاويد هم په دې بريد کې وژل شوی دی.

په کابل کې د ايران سفارت هم دا بريد غندلی دی او د دې بريد د عاملانو د پيژندنې غوښتنه يې کړې ده.

دې سفارت ويلي، چې ايران له تروريزم سره د مبارزې لپاره له طالبانو سره د خپلې همکارۍ پياوړي کولو ته خپل چمتووالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د شتون په اړه له ادعاوو سره-سره طالبان د دې ډلې شتون ردوي.

د طالبانو د باندينو چارو وزير امير خان متقي په تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې د داعش ځالې نشته، خو د ده په وينا، درې ګاونډي هيوادونه د داعش لپاره ځواک برابروي او تمويلوي يې.

متقي ويلي، چې که دا درې هيوادونه خپل مسووليت ادا کړي په افغانستان کې به هيڅ ستونزه نه وي.

په عين حال کې په هرات کې د تېري شپې د بريد مسووليت هيڅ ډلې تر اوسه نه دی منلی.

که څه هم د شيعه ګانو پر خلاف د ډیری بريدونو مسووليت داعش مني، خو تېر کال هم په هرات کې پر شعيه ګانو او هزاره ګانو د څو وسله والو بريدونو مسووليت هيڅ ډلې ونه مانه.

د دغه پرلپسې بریدونو برید کوونکي پر ملکي کسانو تر ډزو وروسته تښتېدلي دي.

پر ملکيانو او په ځانګړې توګه پر هزاره ګانو نور بريدونه د ځانمرګو، بم ايښودلو او په موټر کې د ماين ځای پر ځای کولو په بڼه ترسره کېږي.