close

«د تروريستانو په ځالې د افغانستان له بدلېدو بيا د هزاره ګانو تر نسل وژنې پورې»

په هرات کې پر لمونځ کوونکو بريد ته غبرګون:

اطلاعات روز: د هيواد د لوېديځ هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ په امام زمان مسجد کې پر هزاره او شيعه لمونځ کوونکو وسلوال بريد ته چې له امله يې د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون شپږ تنه ووژل شول، پراخ غبرګونونه ښودل شوي.

ګوندونو او سياسي څېرو، مدني فعالانو او د بشري حقونو بنسټونو دا بريد د افغانستان پر هزاره ګانو او شيعه ګانو د هدفي بريدونو دوام بللی او غندلی يې دی.

جمعيت اسلامي افغانستان ګوند د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا بريد «ترهګريز» بللی او ويلي يې دي چې په کلکه يې غندي.

د دې ګوند په اعلاميه کې راغلي: «دې بريد يو ځل بيا وښوده چې افغانستان واقعا د تروريستانو په امن ځاله بدل شوی او د دې کرغيړنې پديدې په توګه د طالبانو د واکمنۍ دوام د دې لامل شوی دی چې د ترهګرو ډلو فعاليتونه ورځ په ورځ په هيواد کې زيات شي.

د ولسمشرۍ د پخواني مرستيال سرور دانش په مشرۍ د «افغانستان د عدالت او ازادۍ» ګوند هم دا بريد غندلی دی.

د دې ګوند په اعلاميه کې راغلي: «د لرغوني هرات خاوره چې د اولياوو، صالحانو او عارفانو ځمکه ده، اوس د ترهګرو او انسان وژونکو لپاره امن پناهځای دی او يو ځل بيا د دې خاورې د مظلومو انسانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو په وينو رنګينه شوه.»

دې ګوند زياته کړې: «دا ترهګريزه او وحشيانه پېښه د دې ولايت د تېرو ترخو پېښو په دوام او د افغانستان له وګړو په ځانګړې توګه هزاره ګانو او شيعه ګانو سره د افغانستان د اوسنيو واکمنو د دښمنۍ په سيوري کې ترسره کېږي.»

«د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا بريد ترهګريز بللی او غندلی يې دی.

دې شورا ويلي: «زموږ باور دادی چې دا بريدونه د ترهګريزو ډلو له لوري ترسره کېږي چې د طالبانو ملګري او د دوی له ملاتړه برخمن دي او د افغانستان په خاوره کې پناهځايونه او روزنځايونه لري.»

د طالبانو له لوري د بريدونو نه ارزونه

يو شمېر سياسي ګوندونو په هرات کې د تېري شپې بريد ته په غبرګون کې همدا راز اشارتا ويلي چې په دې ولايت کې پر شيعه ګانو او هزاره ګانو پخواني بريدونه هم نه دې ارزول شوي.

د محمد کريم خليلي په مشرۍ د وحدت اسلامي افغانستان ګوند په يوه اعلاميه کې ويلي چې د خلګو او سياسي او مذهبي بنسټونو د غوښتنو او مکررو ګواښونو بر خلاف طالبانو د هزاره ګانو او شيعه ګانو د مسجدونو د امنيت ساتنې لپاره مناسب تدابير نه دې نيولي.

دې ګوند زياته کړې: «اوس يو ځل بيا او په جدي توګه له دوی (طالبانو) غواړو چې زموږ د خلګو د عام وژنې او پر هغو د سيسټماټيکو بريدونو مخه ونيسي او اخطار ورکوو چې په دې برخه کې هر ډول بې پروايي به داسې پايلې ولري چې د مهارولو وړ به نه وي او نه به يې هم وړاندوينه کېدلای شي.»

د «افغانستان د ازادۍ او عدالت» ګوند په خپله اعلاميه کې ليکلي: «دا ترهګريز بريد په داسې مهال کې شوی دی چې د هرات د تېرو پېښو په اړه په اړه د واکمنې ډلې او د هغې د ځايي ادارو له لوري هيڅ کار هم نه دی ترسره شوی.»

دې ګوند زياته کړې: «له شک پرته د داسې حکومت په سيوري کې چې والي او واکمن يې د دې خاورې وګړي کافر بولي د داسې پېښو را منځ ته کېدل حيرانوونکي نه دي. د تأسف ځای پسې دادی چې ځيني ساده خلګ له دې ډلې او د هغې له ترهګرو مشرانو د خلګو د ساتنې تمه کوي.»

د شيعه ګانو او هزاره ګانو د خونديتوب اړتيا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) د هرات په ګذره ولسوالۍ کې پر امام زمان مسجد بريد ته په غبرګون کې غوښتنه کړې چې د هزاره ګانو د خونديتوب لپاره دې بېړني اقدامات وشي.

د يوناما په اعلاميه کې راغلي: «د عاملانو [د پيژندنې] لپاره بېړنيو پلټنو او د هغوی پوښتلو او همدا راز د افغانستان د شيعه مذهبو ټولنو د خونديتوب لپاره بېړنيو اقداماتو ته اړتيا ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ هم پر هزاره ګانو او شيعه ګانو د بريدونو د مخنيوي، د هغوی د خونديتوب او د هغوی لپاره د عدالت غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د استازولۍ سرپرستې رافايلا اديس هم د دې بريد د غندنې تر څنګ ويلي چې «بايد د شيعه ګانو ساتنه وشي.»

دې زياته کړې چې زه دا بريد او ټول تاوتريخجن اعمال غندم.

د هزاره ګانو د نسل وژنې دوام

په افغانستان کې د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکو دا بريد په افغانستان کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې» دوام بللی او د هغو د مخنيوي غوښتنه يې کړې.

د افغانستان دا ستازو د مجلس پخواني استازي عارف رحماني دې بريد ته په غبرګون کې ويلي: «د هزاره ګانو د نسل وژنې سريال دوام لري. نه هم واکمن ترهګر او نه هم اسلامي او غير اسلامي هيوادونه او نه هم په نړۍ کې کومه موسسه او سازمان د دې نسل وژنې د مخنيوي لپاره ګام اخلي.»

د ايکس ټولنيزې شبکې يوه بل کاروونکي حبيب خان د «هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ» هشټګ کارولی او ليکلي يې دي: «په مسجد کې بمي چاودنې هزاره او شيعه ټولنه په نښه کړه او له امله يې د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې ښځې او ماشومان ووژل شول.»

ده زياته کړې چې د افغانستان هزاره ګان د خپل قوميت او مذهب له وجې له تاريخي، سيسټماټيکې او دوامدارې ځورونې او اذيت سره مخ وو.

د ايکس ټولنيزې شبکې يوې بلې کاروونکې ليلا محمدي هم دا بريد د «هزاره ګانو د نسل وژنې» دوام بللی او ويلي يې دي: «هزاره ګان د خپل قوميت او مذهب له وجې په سيسټماټيکه توګه په مسجدونو، ښوونځيو، روغتونو او ورزشي سالونو کې وژل کېږي. دا له نورو قومونو سره د هزاره ګانو د وژنې يو څرګند توپیر دی.»

په افغانستان کې د ټولنيزو رسنيو نورو کاروونکو هم دا بريد په افغانستان کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې» دوام بللی او د هغو د دوام په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې.

د ټولنيزو رسنيو کاروونکو نن يو ځل بيا په پراخه توګه د «هزاره‌ ګانو نسل وژنه ودروئ» هشټاګ کارولی دی.

دا هشټاګ په کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز تر مرګوني بريد وروسته د «هزاره ګانو د نسل وژنې د مخنيوي» کمپاين پر مهال څو ميليون ځلې وکارول شو.

هغه مهال د هزاره ټولنې فعالانو په ټوله نړۍ کې اعتراضونه وکړل او له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې «هزاره ګانو نسل وژنه» په رسميت وپېژني او په افغانستان کې د هزاره ګانو د خونديتوب لپاره نړيوال ميکانيزم را منځ ته کړي.