close

جلال اباد ښار کې «ناپیژانده وسله والو» یو کس په ډزو وژلی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې «ناپېژانده وسله والو» يو کس په ډزو وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی عبدالقدوس وایي، پېښه تېره شپه (سې شنبه، ١١ د غویي) ناوخته د جلال اباد ښار اتمې حوزې په مربوطاتو رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، په یاده سیمه کې ناپیژانده وسله والو پر یو کس ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

د هغه په وينا وژل شوى کس په اصل د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې اوس مهال د اتمې حوزې په مربوطاتو کې اوسیده.

د یادې وژنې لامل نه دی معلوم او نه هم ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي، چې خلک یې د مخنیوي په برخه کې طالب چارواکي پاتې بولي.