close

ارزګان کې د يو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولايت په مرکز ترینکوټ کې د یو ځوان جسد موندل شوی.

په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې د دغه ځوان جسد تېره ورځ (سې شنبه، ۱۱ د غویي) د مرکز ترینکوټ اړوند د «باخود غره» سیمه کې په ځوړند حالت کې موندل شوی.

نوموړی زیاتوي، چې د یاد ځوان جسد یې د ترينکوټ ولايتي روغتون ته انتقال کړی او په لومړنيو څيړونو کې ثابته شوې چې هغه د عصبي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې.

ارزګاني د دغه ځوان د هويت په اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي.

په هېواد کې فقر، بې کاري او کورنی تاوتریخوالی او ستونزې ډیر کله د داسې پیښو اصلي لامل بلل کېږي.