close
UN Photo / Jean Marc Ferré

ريچارډ بينټ: د ښځو او نجونو د حقونو نقض د طالبانو د سياست اصلي برخه ده

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بينټ وايي چې د ۱۹۹۰ ميلادي لسيزې په څېر د ښځو او نجونو د حقونو نقض د طالبانو د سياست يوه اصلي برخه ګرځيدلې.

ښاغلي بينټ په يوه ويډيويي پيغام کې چې د افغانستان لپاره يې د خپلې ټاکنې د دويمې کليزې په مناسبت پرون (چهارشنبه، ۱۲ د غوايي) خپور کړی، ويلي: «حتا اساسي ازادۍ تر پښو لاندې شوې او سولييز مخالفتونه ځپل شوي دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي په دې ويډيويي پيغام کې ويلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض له مجازاتو څخه په معافيت او پرته له دې چې په تړاو يې ځواب وویل شي، دوام لري.

ده زياته کړې چې طالبان له تاوتريخوالي څخه د کنټرول او د افغانستان د خلګو تر منځ د ډار اچولو لپاره استفاده کوي او ده په عام محضر کې اعدام او بدني مجازات مستند کړي دي.

ښاغلی بينټ د خلګو اقتصادي ستونزو ته په اشارې وايي چې هغوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره ناهيلي کوونکي اقدامات کوي او د قرضونو د ادا کولو او يا هم نورو ماشومانو ته د خوراک موندنې لپاره ماشومې نجونې ودوي.

دی له طالبانو څخه غواړي چې خپلو نړيوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او له نړيوالې ټولنې هم غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو له لوري پر ثابت او پام وړ پرمختګ ټينګار وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي تر دې وړاندې هم د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده کړو پر بنديز نيوکه کړې ده.

ده په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو په خپل وروستي راپور کې ويلي چې دا بنديزونه «د بشريت پر خلاف جنايت» دی او کېدلای شي چې جنسيتي اپارتایډ وګڼل شي.

د ريچارډ بينټ ماموريت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له لوري د تېر لمريز کال په تلې مياشت کې د يوه بل کال لپاره تمديد شو.