close

د رسنیزو ازادیو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځينه خبريالانو کار پرېيښی دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو ښځينه برخې د رسنيزې ازادۍ په نړيواله ورځ ويلي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځينه خبريالانې د بنديزونو، ځورونې او ويرونې له امله اړې شوې دي چې کار پرېږدي.

نن (جمعه، ۱۴ د غوايي/ ۱۲ د می) د رسنيو د ازاديو نړيواله ورځ ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځينه برخې پر ايکس ليکلي: «د رسنيو د ازادۍ په نړيواله ورځ او هره ورځ موږ د رسنيو د طرحو او هغو خبريالو ښځو ملاتړ ته دوام ورکوو چې د ښځو د حقونو او جنسيتي برابرۍ لپاره هڅې کوي.»

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د دې هيواد پر رسنيو سخت محدوديتونه لګولي دي. دې ډلې بيا – بيا خبريالان ګواښلي او زنداني کړي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې د وروستي يوه کال پر مهال يې د رسنيزو او خبريالانو د ازادۍ د نقض ۱۳۶ پېښې ثبت کړې دي چې په دې کې د طالبانو له لوري ۷۳ پېښې د ګواښ او ۷۴ د خبريالانو د زنداني کولو پېښې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې اوس مهال د طالبانو د استخباراتو د ادارې تر څنګ د دې ډلې امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره هم خبريالان احضاروي، پلټنې ترې کوي او زنداني کوي يې.

دې مرکز زياته کړې چې طالبانو د وروستي يوه کال پر مهال پر رسنيو او خبريالانو يو بل ډول فشار راوړی دی او معلوماتو ته لاسرسی يې محدود کړی، تر خپرېدو وړاندې او وروسته راپورونه څاري، همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې د خبريالانو فعاليت ګوري او د ماليو د زياتوالي او جانبي لګښتونو له اړخه يې پر رسنيو سخت فشار راوستلی دی.