اطلاعات روز: ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د یو کور د کوټې چت پریوتو په پېښه کې درېیو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ځایي قومي مشر سید محمود اغا وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۱۴ د غویي) د سره رود ولسوالۍ اړوند «بر سلطانپور» کلي کې د ګل اغا په نامه د یو ځایي اوسیدونکي د کوټې چت را پرېوتی چې له کبله یې د نوموړي یو زوی او یوه لور مړه او یو بل زوی یې ټپي شوی دی.
نوموړی زیاتوي، یاده پېښه د وروستیو ورښتونو او د کوټې د زوړوالي له کبله رامنځته شوې.
دی وایي، یاده کورنۍ غریبه او بې وزله ده، چې د خښتو په بټۍ کې کار کوي.
ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې یوه اوونۍ وړاندې هم د ورښتونو پر مهال د ننګرهار او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورته پېښو له امله ګڼ شمیر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.