close

کندهار کې د یو ۳۰ کلن سړي جسد موندل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د یو ۳۰ کلن سړي جسد موندل شوی دی.

طالب پولیس زیاتوي، چې دغه کس درې ورځې وړاندې د شاولیکوټ ولسوالۍ «سوزنیانو کلي» څخه نادرکه شوی و او نن (دوشنبه، ۱۷ د غویي) سهار یې جسد د انارو یوې ونه کې ځوړند موندل شوی.

د دوی په وینا، دا ۳۰ کلن کس نور محمد نومېده او د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

هغوی زیاتوي، چې پلټنې یې روانې کړي ترڅو په ډاګه کړي چې نور محمد خپله ځان زندۍ کړی او که د نورو کسانو لخوا وژل شوی دی.

په همدې حال کې د نور محمد د کورنۍ غړي بیا وایي، چې هغوی له کوم چا سره شخصي دښمني نه درلوده او دا کړنه د نامعلومو اشخاصو لخوا ترسره شوې.

هیواد کې وخت ناوخت داسې پیښې د شخصي اوقومي دښمنیو، ځمکو او کورنیو ستونزو له کبله رامنځته کېږي، چې عاملین یې تر ډیره نامعلوم وي.