close
Photo: OIC

د اسلامي همکاريو سازمان د افغان ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر حق ټينګار وکړ

اطلاعات روز: د اسلامي همکاريو سازمان په ګامبيا کې د خپلې پنځلسمې غونډې په پای کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر حق ټينګار کړی دی.

د دې غونډې په وروستي پرېکړه‌ليک کې چې پرون (يکشنبه، ۱۶ د غويي) خپور شوی، راغلي چې دا سازمان د افغانستان د ټولو وګړو د بشري حقونو د بشپړ درناوي پر ارزښت او د افغان ښځو او نجونو د اساسي حقونو په ځانګړې توګه د زده کړو او کار د ملاتړ پر اړتيا ټینګار کوي.

د اسلامي همکارۍ سازمان زياته کړې، چې د يوه سولييز، باثباته، پرمختللي او هر اړخيز افغانستان ملاتړ کوي او په دې لار کې هغو ننګونو ته پر رسيدګۍ ټينګار کوي، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې پرتې دي، لکه بشرپالې ننګونې، بشري حقونه، قومي ډلې، امنيت او ترهګري، نشه يي توکي او ټولنيزې ستونزې.

همدا راز د اسلامي همکارۍ سازمان د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د مسئلې د حل په موخه له طالبانو سره د زياتو اړيکو غوښتنه کړې.

همدارنګه دې سازمان ويلي، چې «له قومي ډلو، ترهګرۍ او نشه يي توکو سره اړوندو ستونزو او د پايدار ثبات لاسته راوړلو په موخه د ټولشموله حکومتولۍ لپاره ټولنيزو اړخونو ته د رسيدګۍ لپاره د زياتو هڅو پر اړتيا» ټينګار کوي.

د اسلامي همکارۍ پنځلسمه غونډه د روانې اونۍ د شنبې او يکشنبې په ورځو کې د ګامبيا په بانجول ښار کې تر سره شوه.

هممهاله د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي او د طالبانو يوه بل چارواکي د دې ډلې په استازيتوب په دې غونډه کې ګډون کړی و.