اطلاعات روز: يو شمېر ګوندونو، سياسي جريانونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو د دوحې د درېيمې غونډې په اړه په يوې ګډې اعلاميه کې ويلي، چې د دوحې د درېيمې غونډې په ګډون په هيڅ غونډه او کانفرانس کې د طالبانو ډله د افغانستان د وګړو د استازيتوب حق نه لري.
ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د چنګاښ مياشتې پر ۱۰مه او ۱۱مو نېټو په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب جوړه وشي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاريک ويلي، چې د دې غونډې موخه «په منسجمه، همغږې او ساختارمندانه توګه له افغانستان سره د نړیوال تعامل زياتول دي».
يو شمېر ګوندونو، سياسي جريانونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو نن (چهارشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د يوې اعلاميې د خپرولو له لارې د دې غونډې په اړه خپل دريځ اعلان کړی او ويلي يې دې چې په جوړښتي او منسجمه توګه «له افغانستان سره د نړیوال تعامل زياتوالی» هغه وخت معنا لري چې د ټولو وګړو ارادې او ګټې ته پاملرنه وشي او په قضاياوو کې ښکېل ګوندونه او سياسي جريانونه او د ښځو اعتراضي خوځښتونه په غونډه کې حضور ولري.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان د خلکو د اصلي استازو په نشتون کې تر هر عنوان لاندې هر ډول خبرې په حقيقت کې طالبانو ته امتياز ورکول دي.
د سياسي جريانونو او معترضو ښځو په اعلاميه کې ويل شوي چې د ټولو کړاوونو، د افغانستان د کړکېچ د دوام او د نړيوالې ټولنې د ماموريت د نه برياليتوب لامل د طالبانو «بشر ضد افکار او کړنې» دي او «له دې ډلې سره هر ډول يو اړخيز او د بندو دروازو تر شا تعامل د افغانستان د خلکو پر ارادې، انساني حقونو او هغو ټولو کړاوونو او ستونزو سترګې پټول دي چې د تېرو دربو لسيزو پر مهال يې له دې ډلې ليدلي دي».
سياسي جريانونو او ښځو زياته کړې چې طالبانو «له کړاو، بدمرغۍ، ناامنۍ، ملا ماتوونکو خپلسرو مالياتو او او د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو د تباهۍ له تحميل سره-سره دا هيواد د څو مليتي ترهګرو په يوه پټنځای بدل کړی دی».
د دې جريانونو په وينا، د افغانستان امنيتي کړکېچ او له دې ځايه د ترهګرۍ لیږد هغه مهم مسايل دي چې د دوحې په درېيمه غونډه کې بايد پاملرنه ورته وشي.
د اعلاميې صادروونکو جريانونو ويلي، چې د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړهليک سره سم يې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو هرکلی کړی، خو په دې شرط چې انتخاب او ماموريت يې د افغانستان په قضيه کې له ښکېلو داخلي، سيمهييزو او نړيوالو جريانونو سره په هر اړخيزه مشوره وشي.
دې جريانونو ټينګار کړی چې د ځانګړې استازي ماموريت بايد د افغانستان د خلکو د انساني او بنسټيزو حقونو په محور کې د کړکېچ حل کول وي، نه دا چې [موخه يې] له انعطاف نه منونکي تروريزم سره تعامل ته رسېدل وي او په دې لړ کې د خلکو کړاوونه له ياده وويستل شي.
ګوندونو، سياسي جريانونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو د خپلې اعلاميې په پای کې ويلي، چې د افغانستان د خلکو په استازيتوب د معنادارو خبرو-اترو له لارې پايدارې سولې ته لومړيتوب ورکوي، خو د ناهيلۍ په صورت کې «د خلکو او خپلې خاورې د مشروع دفاع په موخه د وسله والې مبارزې په ګډون ځان ته د هر ډول اقدام حق ورکوو.»
حزب اسلامي، جمعيت اسلامي، جنبش ملي اسلامي، حزب دعوت اسلامي، حزب وحدت اسلامی مردم افغانستان، د عدالت او ازادۍ ګوند، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې، ازادۍ جبهې او څو نورو شوراوو دا اعلاميه خپره کړې ده.
همدا راز، د هزاره ښځو نړیوال خوځښت، د افغانستان د سياسي ښځو د مشارکت شبکه، د باميانو د مېرمنو سراسري ټولنيزه شورا، د سولې او برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت او د افغانستان د ځواکمنو ښځو خوځښت د ښځو هغه اعتراضي خوځښتونه دي چې د دې اعلاميې ملاتړ يې کړی دی.