close
Photo: supremecourt.gov.af

په سرپل او غور کې د تورنو افرادو په درو وهل؛ د يوناما او ريچارډ بينټ د غندنې پیغامونه

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) په سرپل کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د ۶۳ تنو په درو وهل کېدل غندلي دي.

يوناما نن ماښام (چهارشنبه، ۱۶ د غبرګولي) پر ايکس د يوه پوسټ په خپرولو سره د طالبانو له لوري د دې افرادو په درو وهنې ته غبرګون ښودلی دی.

يوناما ويلي چې د بدني مجازاتو غندنه تکراروي او له طالبانو د نړيوالو بشري حقونو تعهداتو ته د درناوي غوښتنه کوي.

همدا راز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي هم غوښتنه کړې چې طالبان دې د تورنو افرادو په درو وهل ودروي.

ښاغلي بينټ نن پر ايکس د يوه پوسټ له لارې په سرپل او غور کې د تورنو افرادو په درو وهنې ته غبرګون ښوولی.

ده ويلي: «يو ځل بيا په سرپل او غور کې په اخلاقي جرايمو (زنا، له کوره تېښته او …) د ښځو، نارينه‌وو او ماشومانو په عام محضر کې په درو وهنه غندم.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ويلي چې دا د شکنجې او د نورو غير انساني ظالمانه مجازاتو د منعې لپاره د افغانستان د تعهداتو نقض دی او بايد ژر تر ژره ودرول شي.

طالبان پرون د ۴۹ نارينه او ۱۵ ښځو په شمول په سرپل کې ۶۳ تنه د «وسلوال بريد، زنا، لواطت، له کوره د تېښتي او بې حرمتي» په تور د دې ولايت په ورزشي لوبغالي کې د خلګو په وړاندې په درو ووهل.

د طالبانو د سترې محکمې له اعلان سره سم، تېره ورځ په پنجشير کې هم دوه تنه د «نامشروعو اړيکو» او «له کوره د تېښتي» په تور په درو وهل شوي دي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته بيا – بيا تورن کسان د خلګو په وړاندې په درو وهلي دي او همدا راز يې پنځه تنه اعدام کړي دي.