close
انځور: استول شوی

د پخوانیو نظامیانو د وژنو دوام؛ د هلمند د امنیت پخوانی آمر وژل شوی

اطلاعات روز: له هلمند څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې «نامعلومو وسلوالو» د هلمند پخوانی د امنیت آمر ډګروال «تورجان» ترور کړی.

ځایي سرچینو اطلاعات روز ته ويلي چې پېښه نن (چهارشنبه، ۱۶ د غبرګولي) تر ماشپین مخکې د لښکرګاه ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې رامینځته شوې او نوموړی لومړی ټپي شوی او وروسته يې بُست ولایتي روغتون کې ساه ورکړې ده.

ترور کوونکي تر پېښې وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

د هلمند سيمه‌ييزو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته که څه هم دې ډلې عمومي عفو اعلان کړې خو د پخوانیو نظامیانو د وژنې لړۍ دوام لري.

په ډېری مواردو کې طالبان د دې نظاميانو په غير قانوني وژنه کې تورنېږي.