په تېره می میاشت کې د طالبانو مالیې وزارت د خپل مشر د فرمان پر اساس هغو دوکاندارانو او کسبګرو ته ثابته مالیه معاف کړه چې په کلني ډول له دوه میلیونه افغانیو کم پلور لري، دا اقدام له هغه وروسته ترسره شو، چې هیواد کې د سوداګرو له لوري د لوړې مالیې له اخیستلو د خلکو شکایتونه مخ په ډېرېدو شول او په زیاته کچه هټۍ د همدې لوړې مالیې له امله د سقوط سره مخ شوې.
له کومې ورځې راهیسې چې واړه کاروباریان له مالیې معاف شوي، په خوست ولایت کې دغو کاروبارونو ته د خلکو بېسارې مخه شوې او د مرکز سربېره د ګڼو ولسوالیو په بازارونو کې نوې هټۍ او نور کاروبارونه زیات شوي دي.
د طالبانو حکومت لوړ پوړو چارواکو ویلي، چې د مالیې تخفیف او معاف کېدو اقدام یې اصنافو ته د اسانتیاوو او سهولتونو د رامنځته کېدو په موخه کړی دی.
خوست چې د هیواد له ګڼ نفوسه او سوداګریزو ښارونو بلل کېږي، په دغه ولایت کې سوداګري او کسبګري د لوړې مالیې له کبله مخ په ځوړ وه او د اصنافو ګڼو مالکانو او سوداګرو له خپل کاروباره لاس په سر شوي وو او دغه حالت نور هم ناسم خوا روان و.
د یادې لوړې مالیې له کموالي او معاف کېدو را وروسته په دغه ولایت کې وړه سوداګري بیا پرمختګ کړی او خلکو په بېساري ډول هټۍ جوړې او سقوط شوې کسبګري بیرته راژوندۍ شوې ده.
د خوست ښار هټۍ وال برکت الله اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې نوموړي د حکومت د لوړې مالیې له امله خپله هټۍ بنده کړې وه او نه یې شوای کولای چې له دې لارې د مالیې، دوکان کرایه او ورځني مصرف پیسې پیدا کړي.
هغه زیاتوي چې هټۍ یې د ګټې یوازینۍ سرچینه ده او اوس خوښ دی چې ورباندې مالیه معاف شوې او غواړي خپل کارو بار بیا پېل کړي.
نوموړي وویل: «ما خپله په خوست ښار کې یو دوکان درلود، کوم لوی کاروبار نه و، خو راضي وم او یوه ګوله حلاله ډوډۍ مې پیدا کولای شوه، خو وروسته را باندې د مالیې ډېر پیسې راغلې، کرایه شوه او د کور مصرف شو، نو نه کېده بیا مجبوره شوم چې دوکان مې بند کړم، اوس مې بیا د دوکان د فعالېدو اراده کړې، ځکه هغه د مالیې له مشکله خو په امن یم.»
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی کمال هم د مالیې په معاف کېدو او کمېدو خوښ دی، هغه وايي د خلکو اقتصادي ستونزې د کاروبار نشتون له کبله مخ په ډېرېدو وې او د لوړې مالیې له امله یې له خپلو سرچینو عاید نشو ترلاسه کولای.
د نوموړي په وینا حکومت مسوول دی، چې ولس ته د کار کولو اسانتیاوې برابرې کړي نه دا چې له شته کاروبار یې هم بې زاره کړي.
کمال وویل: «دلته زمونږ په خوست کې مالیه اخیستل دومره سر خوږی شوه، چې خلکو ډېر ښه کاروبار به لره، خو د مالیې ورکړې توان یې نه لره نو هټۍ یې بندې او اکثره یې په کور کېناستل او له اقتصادي ستونزو سره نور هم مخ شول، زمونږ دا غوښتنه ده چې د طالبانو حکومت باید خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.»
په تېر نظام سوداګرو او کسبګرو د خپلو عایداتو له هرو ۱۰۰ زرو افغانیو ۱،۵ سلنه مالیه د حکومت بودیجې ته جمع کوله.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، که حکومت ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، نو د دغه قشر لویه برخه به د هیواد پرېښودلو ته اړ شي.
د یو خصوصي پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه رفیع الله اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، د وړې سوداګرۍ او کسبګرۍ پرمټ هیواد د پرمختګ پولو ته ځان رسوي او له دې لارې په خپلو مټو ځان بسیا کوي.
هغه زیاتوي چې د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله له پوهنتونونو لویه برخه محصلین بهرنیو هیوادونو ته په تګ مجبوره کړل شوي او روانې زده کړې یې په نیمايي لار کې پرېښې دي.
استاد رفیع الله داسې وویل: «زمونږ ځوانان ولې اروپايي او نورو هیوادونو ته یا په قانوني او یا هم په قاچاقي لارو لاړل او لاهم روان دي، د دې وجه دا ده چې دوی په کور کې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، زمونږ په اکثره پوهنتونونو کې اوس د محصلینو تعداد کم شوی چې پوښتنه یې وکړې، نو هغه به له هیواده وتلی وي، په واړه کاروبار هیواد پرمختګ کوي او ولس د نورو محتاج نه کېږي.»
د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس چې د لوړې مالیې له امله د خوست په مرکز او ځینو ګڼ نفوسه ولسوالیو کې خلکو سلګونه هټۍ تړلې او یا یې هم کاروبار ځنډولی و.
هیواد کې نه یوازې له هټیو کلنۍ مالیه اخیستل کېده، ترڅنګ یې په یادو هټیو او کاروباري ځایونو لګېدلو لوحو او اعلاناتو هم مالیه ټاکل شوې وه، چې اوس ورته معاف شوې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي څه موده وړاندې د مالیې په اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې دوی د خپل مشر د فرمان او د خلکو د غوښتنې پر بنسټ هغو هټۍ والو او کسبګرو ته ثابته مالیه معاف کړې چې کلنی خرڅلاو یې له دوه میلیونه افغانیو ښکته وي او له دې د لوړو پلورونکو څخه به په کال کې ۰،۳ سلنه مالیه اخیستل کېږي.
هغه همدا راز په یاده غونډه کې وویل، چې سوداګرو او هټۍ والو ته یې د تېرو کلونو مالیاتي جرایم هم معاف کړي دي.
د اصنافو او کسبګرو لپاره د ثابتې مالیې معاف کېدو پرېکړه په داسې مهال شوې چې له دې وړاندې به مالیات د عایداتو له مخې محاسبه کېدل او له هټې والو به ټولیدل.