اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو او کورني تاوتریخوالي له کبله ځان په سیند لاهو کړی دی.
د محمد سید په نامه یو ځایي اوسیدونکی وایي، چې دا پېښه تېره ورځ (جمعه، ٨ د چنګاښ) د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «بګرامیو» سیمه شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د عزت الله په نامه یو ځوان ځان د بهسودو ولسوالۍ اړوند کابل سیند ته غورځولی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
نوموړي زیاتوي، که څه هم د دې ځان وژنې لامل معلوم نه دی، خو په خبره یې یاد ځوان څو اوونۍ وړاندې کوژده کړې وه او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه، چې کور کې د شخړې وروسته یې ځان سیند ته غورځولی دی.
په ورته مهال ننګرهار کې طالب چارواکو هم د دغه ځوان ځان وژنه تاييد کړې او ویلي یې دي چې په دې تړاو يې پلټنې پېل کړې دي.
له دې یوه میاشت وړاندې هم د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یو ځوان د کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې وه.
د طالبانو بیا ځلي واک ته په رسیدو د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي، چې د ډېرى هغو لامل بې روزګاري، فقر، اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتريخوالى دی.