close
@GMICafghanistan on X

د دوحې درېیمه غونډه؛ د طالبانو ویاند: مثبت او رغنده تعامل غواړو

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري ناسته کې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د دې ډلې د ګډون په اړه وویل، چې دغه ډله غواړي له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره مثبت او رغنده تعامل ولري.

مجاهد په دې خبري ناسته کې چې نن (شنبه، ۹ د چنګاښ) په کابل کې جوړه شوې وه، وویل چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو ګډون «له هېڅ جهت سره دښمني نه ده؛ بلکې له ټولو جهتونو سره تعامل دی چې باید درک او ښه ګټه ور څخه پورته شي».

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې دا ډله د تفاهم او ستونزو د حل په موخه دوحې ته روانه ده او اړوند هېوادونه د «ښه تعامل» خواته رابولي.

هغه وویل: «مونږ غواړو له افغانستان سره د مثبت او رغنده تعامل په اړه موضوعات له ملګرو ملتونو، ذیدخل هېوادونو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره حل کړو او د هر اړخیز ثبات او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره واحد مسیر پیدا کړو. همدا د افغانستان د اسلامي امارت (طالبان) سیاست او موقف دی.»

ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړي استازو درېیمه غونډه سبا او بله ورځ (یکشنبه او دوشنبه) د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د طالبانو په حضور کې په دوحه کې جوړه شي.

د راپورونو له مخې په دې ناسته کې مالي ستونزې او له نشه يي توکو سره مبارزه د بحث وړ موضوعات دي.

دغې غونډې ته د طالبانو بلل او د ښځو او مدني ټولنو د استازو ته نه بلل کیدل، له پراخو نیوکو سره مخ دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو حقونه باید د دوحې د غونډې لومړیتوبونه وي.