اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رينا اميري ويلي چې د دوحې په درېيمه غونډه کې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د فعالانو انديښنې مطرح کوي.
اغلې اميري نن شپه (شنبه، ۹ د چنګاښ) پر ايکس ټولنيزې رسنۍ ليکلي چې د وروستيو درو اونيو پر مهال يې په هيواد کې دننه او دباندې د افغانستان له ګڼو ښځو او د بشري حقونو له شبکو سره خبرې کړې دي او هغوی ورسره خپلې انديښنې شريکړې کړې دي.
اغلې اميري زياته کړې: «دا موارد مې تر ۲۰ له زياتو هيوادونو او ملګرو ملتونو سره شريک کړي دي او د دوحې په درېيمه غونډه کې به يې هم مطرح کړم.»
د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې يو شمېر هغه نکات واضح کړي چې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د بنسټونو له لوري ورسره شريک شوي دي.
د افغانستان ښځو او د بشري حقونو بنسټونو اغلې اميري ته ويلي چې «د افغانستان د راتلونکې په اړه تصميم نيوونکو ناستو کې بايد په متنوعه توګه د افغانستان ټول وګړي په ځانګړې توګه ښځې شاملې وي تر څو د افغانستان د خلګو په اند مشروعيت ولري.»
دوی زياته کړې چې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په شمول بايد بشري حقونو ته لومړيتوب ورکړل شي او د افغانستان وګړو په ځانګړې توګه ښځو ته بايد فرصت ورکړل شي چې له ځانه دفاع وکړي.
د افغانستان ښځو او د بشري حقونو بنسټونو همدا راز له رينا اميري سره په خبرو کې غوښتنه کړې چې نړيواله ټولنه دې پر طالبانو فشار دوامدار وساتي تر څو د ښځو او نجونو پر خلاف تبعيضي فرمانونه په ځانګړې توګه د هغوی پر زده کړو، کار، تګ-راتګ بنديز او نور ځپونکي سياستونه لغو کړي.
د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې ويلي: «موږ به د دوحې د درېيمې غونډې پر مهال او وروسته خپلو پراخو مشورو ته دوام ورکړو تر څو [د افغانستان] د ښځو او مدني ټولنې د ګډون لپاره د يوه پراخ چوکاټ ملاتړ وکړو.»
دې ټينګار کړی: «اخير هم، د هغوی [ښځو او مدني ټولنې] له ګډون پرته د افغانستان د سولې، امنيت او پايدار ټيکاو ننګونې د حل وړ نه دي.»
د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيلېږي.
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ د دې ډلې يو پلاوی نن له کابل څخه دوحې ته ولاړ.
دې غونډې ته د طالبانو پر بلنې او د ښځو او مدني فعالانو پر نه ور غوښتو پراخې نيوکې شوې دي او د افغانستان يو شمېر ښځو او مدني فعالانو له دې غونډې سره د پرېکړون غوښتنه کړې ده.