اطلاعات روز: کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په دوحه کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې د خپل ګډون موخه د افغانستان په اړه د تهران د دريځونو او انديښنو وضاحت بللی دی.
نوموړي نن (یکشنبه، ۱۰ د چنګاښ) پر ایکس په خپله پاڼه ليکلي: «په غونډه کې زموږ موخه د دريځونو وضاحت، د افغانستان په اړه د تهران د اندېښنو انتقال او د ملګرو ملتونو او ګډون کوونکو هيوادونو استازو ته په هيواد کې د حاضرو اتباعو (کډوال) په تړاو د ايران د اسلامي جمهوریت د انسان دوستانه سياستونو وضاحت دی.»
قمي لیکلي، چې د افغانستان او سیمې د پېچلو او خطرناکو شرایطو له کبله اړتیا ده چې له ټولو اړخونو سره هر اړخیزې خبرې وشي.
ده هیله څرګنده کړې چې را روان مذاکرات به د افغانستان د خلکو درد او کړاو راکم کړي او سوله، ټيکاو، پایدار پرمختګ او داسې حکومت به رامنځته کړي چې د پردو له لاسوهنې پرته د خلکو د ارادې پر اساس رامنځته شوی وي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوحې په اصلي مذاکراتو کې د افغانستان ښځې او د مدني ټولنې استازي ګډون نه لري.
ويل کېږي چې د دوحې د غونډې اجنډا پر اقتصادي مسایلو او له نشه يي توکو سره پر مبارزې راټولېږي.