close

ننګرهار او لغمان ولایتونو کې درې کسان د سیند اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان کې طالب چارواکي او ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایتونو په مربوطاتو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان سیند ډوب کړي دي.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې تېره ورځ (یکشنبه،١٠ د چنګاښ) د بهسودو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د عمران په نامه یو تنکی ځوان د لامبو پر مهال د کابل سیند وړی او جسد یې تر اوسه تری تم دی.

بلخوا لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یو ځوان او یوه ښځه د سیند اوبو ډوب کړي او تر اوسه یې جسدونه نه دي موندل شوي.

د لغمان اوسیدونکی محمد اسلم وایي، تېره ورځ د دغه ولایت د فرشغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ځوان د لامبو پر مهال د سیند اوبو ډوب کړی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.

د نوموړي په خبره په ورته وخت کې د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې بیا یوه ښځه د جامو وینځلو پر مهال سیند ته غورځیدلې او تر اوسه یې جسد لادرکه دی.

لغمان کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال ټولنیزو رسنیو کې هم له عامو خلکو د یادو کسانو د جسدونو د موندلو په برخه د مرستې غوښتنه شوې.

د اوړي په موسم کې زیاتره ځوانان سیندونو ته د لامبو په موخه ځي چې ګڼ هغه یې له اوبو سره د بې احتیاطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.