اطلاعات روز: له خوست ولايت څخه ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په علي شيرو ولسوالۍ کې د «جمشید» په نوم يو ځوان چې د شپې جومات ته د لمانځه لپاره روان و د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د سرچينو په وينا، پېښه تېره شپه (شنبه، ۹ د چنګاښ) د علي شيرو ولسوالۍ په «خلبسات» سيمه کې رامنځته شوې. سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د جمشيد په نوم دا تنکی ځوان د ښوونځي زده کوونکی و.
تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د جمشيد کورنۍ کومه شخصي ستونزه درلوده او کنه، خو په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ ياده پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې په پېښه کې د ښکېلو کسانو د نيولو هڅه کوي.
ځايي خلک دا ډول پېښې اندېښمنوونکې بولي او د طالبانو له مسوولو امنيتي ادارو يې د مخنيوي غوښتنه کوي.