اطلاعات روز: د طالبانو د پوهنې سرپرست وزير حبيب الله اغا امر کړی دی چې د ښځينه کارمندانو معاشونه دې تر بیا ځلې هدايت پورې وځنډول شي.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته له رسېدلو اسنادو سره سم، د دې چارې د ځنډ لامل د پوهنې وزارت د معاشاتو په سيسټم کې د بدلونو راوستل او د کارمندانو د معاشاتو په اړه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان ابهام دی.
په دې وروستيو کې د طالبانو مشر امر کړی و چې کومې ښځينه کارمندانې د تېر حکومت پر مهال استخدام شوې وې او اوس يې معاشونه ورکول کېږي، هغوی ته بايد يوازې پنځه زره افغانۍ ورکړل شي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مالي رياست په مکتوب کې چې د دې وزارت مقام ته ليکل شوی دی، راغلي چې د طالبانو د مشر د دې امر عملي کول وخت ته اړتيا لري.
همدا راز په دې مکتوب کې ويل شوي دي چې ټاکل شوې ده د طالبانو د مشر د فرمان په اړه د ده له دفتر څخه «وضاحت او تفسير» وغوښتل شي چې ايا ټولو ښځينه کارمندانو ته پنځه زره افغانۍ معاش ورکړل شي او که يوازې هغو ښځو ته چې دندې ته نه راځي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دولتي ادارو ډېری ښځينه کارمندانې پر کورو ناستې دي؛ البته د پوهنې وزارت په شمول چې ځيني ښځينه ښوونکې کار ته ځي په ځينو دولتي ادارو کې لا هم يو شمېر ښځې دندې ته حاضرېږي.
د طالبانو چارواکي وايي چې پر کور د ناستو ښځو په شمول ټولو ښځينه کارمندانو ته د دې ډلې د حکومت له لوري معاش ورکول کېږي.
وړاندې د طالبانو په ماليې وزارت کې سرچينو ويلي و چې د هبت الله اخوندزاده فرمان يوازې پر کور ناستو ښځو تطبيقېږي؛ خو په عين مهال کې ويل کېږي چې دا فرمان د ښځينه ډاکټرانو په شمول پر ټولو ښځينه کارمندانو عملي کېږي.
په دې لړ کې په يوه دولتي وړکتون کې يوې ښوونکې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې په غبرګولي مياشت کې ورته شاوخوا پنځه زره افغانۍ معاش ورکړل شوی دی.
ويل کېږي چې د ښځينه ډاکټرانو معاش هم پنځه زره افغانۍ ټاکل شوی دی. په دې وروستيو کې يو شمېر رسنيو د کابل په دولتي روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو د کاري اعتصاب په اړه خبر ورکړی و.
طالب چارواکو تر اوسه د ښځو د معاشاتو په اړه د دې ډلې د مشر د فرمان وضاحت نه دی وړاندې کړی. داسې ښکاري چې د هبت الله اخوندزاده فرمان په خپله طالبان هم لارورکي کړي دي.