close

کونړ او کندهار کې دوه ماشومان اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: کونړ او کندهار کې ځايي سرچینې او د طالبانو پولیس وايي، په دې ولایتونو کې دوه ماشومان اوبو ډوب او مړه کړي دي.

کونړ کې یوې ځایي سرچینې وویل، تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د چنګاښ) د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند «ټانګو کمپ» سیمه کې د عبید په نامه یو ۱۰ کلن ماشوم د سیند اوبو وړی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه ماشوم د سیند په اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.

ورته مهال کندهار ښار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ښار د لویې ویالې اړوند «نري پلُ» سیمه کې یو  شپږ کلن ماشوم اوبو ډوب کړی دی.

پولیس زیاتوي، دغه ماشوم د کندهار د لسمې ناحیې اوسیدونکی او یادې سیمې ته د نورو ماشومانو سره یو ځای د لامبو په موخه راغلی و، چې اوبو ډوب او مړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ګرمۍ موسم د پېل راهیسې په کونړ، لغمان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې لسګونه کسان د لامبو پر مهال اوبو ډوب او مړه کړي دي.

د اوړي په موسم کې زیاتره ځوانان سیندونو ته د لامبو په موخه ځي چې ګڼ هغه یې له اوبو سره د بې احتیاطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.