اطلاعات روز: له فراه څخه ځایي سرچینې وايي چې د دې ولایت د مرکزي ښار په «دهک» سيمه کې د یوې ترافيکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
پیښه نن (دوشنبه، ۱۰ چنګاښ) د یو «۵۸۰» مسافر وړونکي بس او «لوکسل» موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې يوه ښځه مړه شوې او د ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
په فراه کې د طالبانو مسوولينو هم دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې د پیښي ټپیان یې د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال کړي.
په هيواد کې ترافیکي پېښې زيات وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د سړکونو د خرابوالي او د ترافیکي اصولو دنه مراعاتولو له امله رامنځته کیږي چې اکثر وخت مرګ ژوبله هم لري.