close
@OCHAAfg on X

اوچا: د افغانستان لپاره د بشري اړتياوو د ځوابولو برنامه د بودجې له سخت کمښت سره مخ ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ويلي چې د روان ميلادي کال پر مهال «د افغانستان د بشري اړتياوو د ځوابولو» برنامه د بودجې له سخت کمښت سره مخ ده.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۱۱ د چنګاښ) پر ايکس ليکلي چې تر اوسه يې يوازې ۶۹۶ ميليون ډالر تر لاسه کړي او ۲۲.۸ سلنه يې يوازې لومړنۍ غوښتنې پوره کوي.

اوچا تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د روان ۲۰۲۴ ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳.۷ ميليون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري او مرستندویو بنسټونو ۱۷ ميليون خلګو ته رسيدګي خپل لومړيتوب ټاکلی دی. دې بنسټ زياته کړې وه چې دې افرادو ته د رسيدګۍ په موخه ۳.۰۶ ميليارد ډالريزې بوجې ته اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي چې د بودجې د کمښت له وجې مهمې ژوند ژغورونکې برنامې ځنډول شوې دي او اضافي فعاليتونه هم له بېړني مالي تأمين پرته له خطر سره مخ دي.

اوچا د تېري ميلادي مياشتې پر مهال هم راپور ورکړی و چې د افغانستان له خلګو سره د مرستې لپاره يې له غوښتل شوې بودجې څخه يوازې ۲۰.‍۱ سلنه بودجه تر لاسه کړې او د بودجې له پام وړ کمښت سره مخ دي.

دې بنسټ له مرستندويو هيوادونو غوښتي و چې د افغانستان د خلګو د اړتياوو ځوابولو لپاره دې د وړاندوينې وړ، بېړنۍ، نامحدوده او څو کلنه بودجه ورته برابره کړي.