close
Photo: Callum Darragh / Flickr

په کندهار کې د معاش د نه ورکړې په اړه د طالب جنګياليو شکایت؛ د خوړلو لپاره څه نه لرو

اطلاعات روز: اطلاعات روز ورځپاڼې د طالب جنګياليو داسې غږيز کليپونه تر لاسه کړي دي چې هغوی پکې د معاش او اعاشې د نه ورکړې په تړاو شکایت کړی دی.

د معتبرو سرچينو او د غږيزو کليپونو د محتوا له مخې، دا طالب جنګيالي د کندهار په دامان ولسوالي کې مېشت دي. کندهار د طالبانو د را منځ ته کېدو سيمه او د دې ډلې د مشر مقر دی.

له دې طالب جنګياليو څخه يو تن وايي چې د معاش د نه ورکړې له وجې قرضداره شوي او له قرض ورکوونکو پټ ګرزي. دی زياتوي چې له ۶۰ تر ۷۰ زرو افغانيو قرضدار دي او دوکانداران پسې ګرزي.

د طالبانو دا غړی زياتوي: «زموږ ستونزې ډېري زياتې دي، مجاهدين وايي چې فکر او ژوند مو خراب دی او له همدې امله ناروغ شوي يو. چاته ورشو او چاته وژاړو؟»

د طالبانو يو بل غړی وايي چې له اوو تر اتو مياشتو کېږي چې اعاشه يې نه ده ورکړل شوې.

دی وايي: «نه خپلې پيسې لرو، نه څوک قرض راکوي، نه غوړي لرو، نه بوره او نه هم د خوراک څه شته.»

د طالبانو دا غړی همدا راز وايي چې له دوکاندارانو قرضداره دی.

دی زياتوي: «پر موږ د دوکاندارانو ډېر پور پاتې دی او نور پور نه ورکوي. او کوم معاشونه چې بايد راکړل شي، هم نه دې راکړل شوي او اعاشه هم نشته، اخير څه وکړو؟»

د طالبانو يو بل جنګيالی په خپل غږيز کليپ کې «حاجي ملا صيب» مخاطبوي او وايي چې د دوی معاشونه څرنګه شول؟

دی له عامو جنګياليو سره د طالبانو د مشرانو پر چلند نيوکه کوي او وايي: «په خدای قسم، نوره هيڅ حوصله نه لرم، اي ميرانو خدای دې له تاسو سره حساب وکړي، زموږ غږ ملا شيرين او يا هم وزير ته ورسوئ … زموږ مشران ولې غافل دي، په خپله خو يې کارونه جوړ دي او موږ ته پام نه کوي.»

د اطلاعات روز ورځپاڼې خبريال په کندهار کې د طالبانو د والي وياند محمود عزام ته پيغام پرېيښی، خو تر اوسه يې ځواب نه دی ويلی.

طالبانو د امنيتي بنسټونو په جوړښت کې خپل جنګيالي ځای پر ځای کړي او هغوی ته معاش ورکوي.

داسې ښکاري چې د طالبانو د حکومت د بودجې غټه برخه د دې ډلې پر امنيتي بنسټونو او د دې ډلې د ځواکونو پر معاش مصرفېږي، که څه هم په اړه ارقام نشته او طالبان هم د خپلې بودجې جزييات نه خپروي.