کونړ او نورستان د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دي، چې په وروستیو کې یې د وګړو شمېر مخ په زیاتېدو دی او د لازمو اسانتیاوو نشتوالي له امله یې اوسېدونکي شکایت کوي.
د دغو ولایتونو اوسېدونکي وايي، چې اسعد اباد او پارون ښارونه د ماسټر پلان خلاف د کم نفوس لپاره جوړ شوي، چې اوس د نفوس په زیاتېدو سره په کې ګڼه ګوڼه زیاته او د ګڼو خلکو د ځاېیدو ظرفیت نه لري.
دوی وايي، دغه ښارونه تر دې کچې کوچني دي، چې خلک په کې نه یوازې لوی، بلکې کوچني کاروباورنه هم په اسانۍ نه شي ترسره کولای، چې د یادې ستونزې د حل لپاره د طالبانو له حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.
د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار یو تن هټۍ وال محمد خان صافی چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د پېر او پلور سوداګریز مرکز لري وايي، د اسعد اباد ښار د کوچنیوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای، چې خپل کاروبار په ازادنه ډول پرمخ یوسي.
دی وايي، د ماسټر پلان خلاف د اسعد اباد ښار د جوړېدو له امله خپلې ورځنۍ چارې په سمه بڼه پرمخ نه شي وړلی، چې له امله یې کاروباریانو، هټۍ والو او پېرېدونکو ته ګڼې ستونزې پیدا شوي.
محمد خان صافي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زه په اسعد اباد ښار کې د اوړو، غوړیو، یو تعداد نورو خوراکي او غیر خوراکي توکو د خرڅونې سټور لرم، د اسعد اباد ښار د وړوکوالي له وجې د هر مارکېټ او دوکان مخې ته بیروبار زیات وي، د لږو خلکو تګ راتګ زیاته ګڼه ګوڼه جوړوي، چې مونږ یې ډېرو مشکلاتو سره مخ کړي یو.»
د اسعد اباد ښار اوسېدونکي وايي، دغه ښار ۹۵ سلنه د ماسټر پلان خلاف جوړ شوی، چې دې چارې کاروباریانو او عامو خلکو ته سترې ننګونې جوړې کړي.
کونړ کې مدني فعال حشمت الله وویل، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې کونړ مېشتو د اسعد اباد ښار د پراختیا په موخه غږ پورته کړی؛ خو په خبره یې نه یوازې تېر جمهوري نظام، بلکې د طالبانو نږدې درې کلن رژیم هم د یادې ستونزې د حل لپاره اقدامات نه دي کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «د کرزي او اشرف غني په دورو کې مو د اسعد اباد ښار د پراختیا لپاره غږونه پورته کړي، چې دا مشکل حل شي، امارت [طالبان] چې راغی هم مو ورته ویلي، چې دغه ښار باید پراخ شي، خو تر اوسه هېڅ حکومت راته مثبت ځواب نه دی راکړی، اسعد اباد ښار ۹۵ فیصده د ماسټر پلان خلاف جوړ شوی او که دا مشکل ژر حل نه شي، نو راتلوونکو څو کلونو کې به د نفوس په زیاتېدو سره دا مشکلات یو په لس برابره زیات شي، چې بیا به یې حل ستره ستونزه وي.»
په ورته وخت کې د اسعد آباد ښار لپاره د طالبانو ښاروال مولوي نظر محمد عتیق د اسعد اباد ښاریانو او کاروباریانو ستونزې مني او وايي، پلان لري چې نږدې راتلوونکي کې د اسعد اباد ښار د پراختیا په موخه پر ماسټر پلان کار پېل کړي.
دی زیاتوي، چې د دغه ښار د پراختیا په موخه یې د طالبانو مرکزي حکومت سره طرحه شریکه کړې، چې په منظورېدو سره به یې د اسعد اباد ښار د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي.
نوموړي وویل: «مونږ په پلان کې لرو له مخکې وخت نه، چې دې ښار ته انکشاف ورکړو، د لاهور ډاګ او همدارنګه د نواباد له پله نه نیولې د مرورې تر پله پورې، همدا رنګه څاګي طرف ته لاړ شو، سړکونه هم په پلان کې لرو، چې دې ښار ته پراختیا ورکړو.»
په همدې حال کې د نورستان ولایت مرکز پارون ښار اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې یاد ښار د ماسټر پلان خلاف جوړ شوی، چې له امله یې اوسېدونکي او هټۍ وال له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
دوی غوښتنه کوي، چې پارون ښار دې د ماسټر پلان له مخې جوړ شي؛ ترڅو راتلوونکي کې د نفوس په زیاتېدو سره خلک له ستونزو په امان وي.
د پارون ښار یوه اوسېدونکي ګل احمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «پارون ښار ډېر وړوکی دی، دلته درملتونونه، د مشروباتو، خوراکي توکو او سبزیو هټۍ، سلمانيان، د رختونو هټۍ، آهنګران، صرافان او نور ټول یو ځای دي، ډېر ګډوډ دي، پیاده روونه نه لري، هېڅ د ښار بڼه نه لري، باید د ښار په بڼه جوړ شي، که نه په راتلوونکي کې به سختې ستونزې را ولاړې شي.»
موږ هڅه وکړه، چې د پارون ښار د جوړښت او کوچنیوالي په تړاو د طالبانو د ښاروال نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر له ځان سره ولرو.
یوازې د کونړ اسعد اباد او د نورستان پارون ښارونه نه دي، چې د ماسټر پلان خلاف جوړ بلل کېږي او ښاریان یې له ګڼو ستونزو شکایت کوي، بلکې د هېواد ګڼ شمېر نورو لومړۍ او دویمه درجه ښارونه هم د ماسټر پلان مطابق جوړ شوي نه دي، چې ښاریان، هټۍ وال او کاروباریان یې د جدي ستونزو سره مخ کړي دي.