close

پټې وژنې؛ ننګرهار کې د یوې نادرکه شوې ماشومې جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچينې وايي، د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې پنځه کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

د دغه ماشومې یو خپلوان عبدالرحمن وایي، دغه ماشومه درې ورځې وړاندې د سره رود ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د خپل کور له مخې نادرکه شوې وه، چې جسد یې تېره ورځ (سې شنبه، ١٢د چنګاښ) ماښام د یادې ولسوالۍ په «فتح اباد» سیمه کې ځایي خلکو په یوه دښته کې موندلی دی.

نوموړی زیاتوي یاده نجلۍ سحر نومیده او په ډیره بې رحمۍ سره وژل شوې، چې پښې او لاسونه یې مات او زندۍ شوې وه.

د ده په خبره، تر اوسه د وژل شوې ماشومې د وژل کیدو علت نه دی روښانه شوی.

ننګرهار د طالبانو امنیې قومندانۍ هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د څیړنو خبر ورکړی دی.

ننګرهار کې نږدې یو کال وړاندې هم یو ماشوم د انسان تښتوونکو له لوري په ډیرې بې رحمۍ سره وژل شوی و، چې عاملین یې بیا وروسته ونیول شول.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې د ماشومانو د اختطاف، هدفي وژنو، وسله والې غلاوې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي چې خلک یې د مخنیوي په برخه کې طالبان پاتې بولي.