اطلاعات روز: د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په دوشنبې کې د تاجکستان له ولسمشر سره په يوه غونډه کې دغه دواړه هيوادونه د تروريزم قرباني بللي دي.
نوموړي ويلي، چې پاکستان له ډېرو کلونو راهيسې د تروريزم له بلا سره مخ دی او درنه بيه يې پرې کړې.
د جيونيوز له راپور سره سم، د پاکستان لومړي وزير ويلي، چې دا هيواد له ۲۰۱۷ کال راهيسې د تروريزم د ريښو د غوڅولو هڅه کوي، خو د ده په وينا لاهم ګواښ مخ پر زياتېدو دی.
شریف د تروريزم پر خلاف ټوليزو هڅو ته د پاکستان ژمنتیا ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې «پاکستان له تروريزم سره په مبارزه کې همکارۍ ته تيار دی».
پاکستان افغانستان د ترهګرۍ سرچينه بولي. د پاکستاني چارواکو په وينا، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې بريدونه زيات شوي دي. پاکستان وايي، چې د پاکستاني طالبانو په ګډون مخالف جنګيالي يې په افغانستان کې پټنځايونه لري.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په خپلو تازه څرګندونو کې بیا ويلي، چې هيواد يې د پاکستاني طالبانو پر خلاف عمليات کړي او دوام پسې ورکوي.
تاجکستان هم وايي، چې دا هيواد او منځنۍ اسيا د افغانستان له خاورې د تروریزم له ګواښ سره مخ دي.
په ورته مهال طالبان ټينګار کوي، چې د افغانستان خاوره د هيڅ هيواد پر خلاف نه کارېږي.
د ریل پټلۍ له لارې د تاجکستان، افغانستان او پاکستان پر تړلو د شهباز شريف ټينګار
د پاکستان لومړي وزیر په دوشنبې کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په يوه خبري غونډه کې د سوداګرۍ او سیمهيیز پیوستون د پياوړتيا په موخه ټينګار کړی چې تاجکستان، افغانستان او کراچۍ بندر بايد د اورګاډي له لارې وتړل شي.
د ايکسپريس ټريبيون رسنۍ له راپور سره سم، شريف همدا راز د چين – تاجکستان او افغانستان د کوريډور په اړه د تاجکستان له ولسمشر سره خبرې کړې دي.
شهباز شريف په خبري غونډه کې ویلي، چې اټکل کېږي کاسا زر پروژه به په راتلونکي کال کې بشپړه شي او سيمه به روښانه کړي.
کاسا زر د منځنۍ اسيا ستره پروژه ده چې ټاکل شوې د قرقيزستان او تاجکستان برېښنا افغانستان او پاکستان ته انتقال کړي.
دا پروژه د ۲۰۱۶ کال پر مهال په تاجکستان کې د دې هيواد د چارواکو له لوري پېل شوې وه.
په افغانستان کې هم د دې پروژې کار د ۲۰۱۶ کال پر مهال پېل شو، خو بشپړ شوی نه دی.
طالبانو د تېر لمريز کال په کب مياشت کې اعلان کړی و، چې د کاسا زر پروژې کار له سره پېلېږي، خو د دې پروژې په اړه تازه معلومات نه دې خپاره شوي.