close
@aqorda_press on X

د شانګهای د همکاریو د سازمان مشران: د ټولشموله حکومت جوړول په افغانستان کې د سولې او ټيکاو يوازينۍ لار ده

اطلاعات روز: د شانګهای د همکاریو د سازمان د هيوادونو مشرانو په قزاقستان کې تر غونډې وروسته په اعلاميه کې ويلي چې د افغانستان د ټولو قومي-سياسي ډلو د استازو په ګډون د يوه ټولشموله حکومت جوړول په دې هيواد کې د سولې او ټيکاو د لاسته راوړلو يوازينۍ لار ده.

دوی د يوه خپلواک، بې طرفه، سولييز، له ترهګرۍ، جګړې او نشيي توکو خلاص هيواد په توګه د افغانستان په تړاو خپله ژمنتيا وښوده او په دې هيواد کې يې د سولې او پرمختګ په موخه د نړيوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته چمتووالی وښود.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان د ټولو قومي-سياسي ډلو د استازو په شمول د يوه ټولشموله حکومت جوړول په دې هيواد کې د سولې او ټيکاو د لاسته راوړنې يوازينۍ لار ده.

تر دې وړاندې هم د هيوادونو مشرانو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړولو ټينګار کړی دی؛ خو طالبان ادعا کوي چې حکومت يې ټولشموله دی.

دا ډله همدا راز د دولت جوړښت کورنۍ مسله بولي او وايي چې هيوادونه دې په دې اړه څرګندونې نه کوي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ درې کاله کېږي خو تر اوسه هيڅ هيواد د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. يو شمېر هيوادونه د ټولشموله حکومت جوړېدل په افغانستان کې د حکومت په رسميت پيژندنې لپاره د شرط په توګه وړاندې کوي.