اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې ځایي خلکو د سیند په اوبو کې د یو ځوان جسد موندلی دی.
یو ځایي هټۍ وال زمرک وویل، چې عامو خلکو د دغه ځوان جسد نن (پنجشنبه، ۱۴ د چنګاښ) سهار ۰۷:۰۰ بجې د بهسودو اړوند له کابل سیند راویستلی او طالب مسولینو ته یې سپارلی دی.
هغه د مړ شوي ځوان هویت روښانه نه کړ، خو ویې ویل چې یاد ځوان یوه ورځ وړاندې له درونټې سیمې څخه د لامبو پر مهال سیند وړی و.
ننګرهار کې له دې څو ورځې وړاندې هم طالب مسوولینو د یو ځوان جسد له سیند راویستلی و.
د هوا په ګرمیدو سره په سیندونو کې د ځوانانو د ډوبیدو پېښې زیاتې شوي چې لامل یې له اوبو سره د خلکو بې احتیاطي ښودل شوې.