اطلاعات روز: د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين وايي چې طالبان له تروریزم سره په مبارزه کې د مسکو متحدين دي.
د «سپوټنيک» خبري اژانس له راپور سره سم، د روسيې ولسمشر پرون (پنجشنبه، ۱۴ د چنګاښ) په قزاقستان کې خبريالانو ته ويلي چې هيواد يې بيا-بيا له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ لپاره د طالبانو د چمتووالي «سيګنالونه» تر لاسه کړي دي.
پوتين ويلي: «طالبانو ځانګړي تعهدات منلي دي … خو په ټوله کې بايد دې ته پام وکړو چې هيواد د طالبانو په لاس کې دی؛ له همدې وجې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې طالبان زموږ قطعي متحدين دي.»
ده زياته کړې چې روسيه په افغانستان کې له «واقعي سياسي جوړښتونو» سره د اړيکو ساتنې ته اړتيا لري او دا کار به کوي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته روسيې له دې ډلې سره پراخې اړيکې ساتلې دي او هڅه کوي چې دا ډله په خپل هيواد کې د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.
د دې هيواد ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا بيا-بيا راپور ورکړی چې طالبانو د القاعدې او تحريک طالبان په شمول له ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې نه دې پرې کړې.
دوې اونۍ وړاندې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ويلي و چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې داعش او القاعده ډلې فعالې دي او د افغانستان له خاورې ګواښونه پر ځای پاتې دي.