close
Photo: SharghDaily

مسعود پزشکیان د ایران دویم پړاو ټاکنې وګټلې

اطلاعات روز: مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دويم پړاو ټولټاکنو کې بریالی او د دې هيواد د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ايران د ټولټاکنو ادارې نن (شنبه، ۱۶ د چنګاښ) سهار اعلان وکړ، چې ښاغلي پزشکیان ۱۶ ميليونه، ۳۸۴ زره او ۴۰۳ رايې اخيستې دي.

د پزشکیان د سيال سعيد جليلي ټولې رايې ۱۳ ميليونه، ۵۳۸ زره او ۱۷۰ دي.

د ايران د ټولټاکنو ادارې د ټولو اچول شویو رایو شمېر ۳۰ ميليونه، ۵۳۰ زره او ۱۷۵ اعلان کړی دی.
د دې ادارې په وینا، د ايران په دويم دور ټولټاکنو کې د ګډون کچه ۴۹ سلنه وه.

په دې ټولټاکنو کې مسعود پزشکیان د سمون غوښتونکو نوماند و. د ايران دوه پخواني ولسمشران حسن روحاني او محمد خاتمي د نوموړي ملاتړ کاوه.

پزشکیان تر دې وړاندې د پارلمان غړی او د محمد خاتمي د ولسمشرۍ پر مهال د روغتيا وزير و. نوموړی د زړه ډاکټر دی.

ښاغلی پزشکیان په ټولټاکنو کې تر برياليتوب وروسته د ابراهيم رييسي ځایناستی شو، چې د غويي د مياشتې پر ۳۰مه د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شو.