اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو تنکی ځوان وژل شوی دی.
د سیمې اوسیدونکی هارون وایي، چې دغه پېښه تېر ماښام (یکشنبه، ۲۵ د چنګاښ) د سره رود ولسوالۍ اړوند «احمدزیو» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ چې د تره زامن وو، رامنځته شوې.
د نوموړي په خبره د شخړه پر مهال د بشیر احمدزي په نامه د مور یوازنی زوی د تره زامنو له لوري په «چړو» وهل شوی او خپل ژوند یې بایللی دی.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې د مقابلې کورنۍ درې غړي هم ټپیان شوي، خو په قتل تورن له سیمې تښتیدلی دی.
بلخوا د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي هم یاده پېښه تایید کړې او په وینا یې امنیتي منسوبینو د پېښې ځای ته ځان رسولی، د وژل شوي کس جسد يې خپلې کورنۍ ته سپارلی او د قتل د اصلي عاملینو د نیولو هڅې یې روانې کړې دي.
ننګرهار کې په دې وروستیو کې د کورنیو ترمنځ دا ډول خپلمنځي شخړې زیاتې شوي، چې لاملونه یې تر ډیره پخوانۍ دښمنۍ، د ځمکو پر سر شخړې او کورنۍ تاوتریخوالی ښودل شوی.