close
Photo: @MSF_Afghanistan

بې سرحده ډاکټران: په افغانستان کې ګڼ شمېر ناروغۍ ناوخته تشخيصېږي

اطلاعات روز: د بې سرحده ډاکټرانو نړیوال سازمان (ايم ايس ايف) وايي چې د دوو لسیزو له نړیوالې مرستې او پانګونې سره-سره د «واټن»، «لګښت» او دې واقعيت له وجې چې يو شمېر روغتيايي مرکزونه په کافي اندازه کار نه کوي، د افغانستان وګړي لا هم لومړنیو روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي ستونزې لري.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۲۵ د چنګاښ) پر ايکس د همدې دلايلو په يادولو سره ليکلي چې ډېری ناروغۍ او په افغانستان کې «روغتيايي وضعيتونه» په غالبه توګه ناوخته تشخيص او پېژندل کېږي.

بې سرحده ډاکټرانو ويلي چې ناروغان هغه وخت په روغتون کې بستر کېږي چې وضعيت يې خراب شي.

دې بنسټ همدا راز ويلي چې د ۲۰۲۳ ميلادي کال پر مهال په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې ۱۰ زره او ۴۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو او د نړيوالو مرستو له کمښت سره ډېری روغتيايي مرکزونو خپل فعالیت ځنډولی او روغتيايی خدماتو ته د وګړو لاسرسی هم سخت کم شوی دی.

د وروستيو درو کلونو پر مهال نړيوالو بنسټونو بيا-بيا اعلان کړی دی چې د بودجې د کمښت له وجې اړ دي د يو شمېر روغتيايي مرکزونو ملاتړ پرېږدي.

په تازه توګه په بدخشان کې يو شمېر روغتيايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د روغتيا د نړیوال سازمان د نه ملاتړ له وجې په دې ولایت کې ولادي او نسايي روغتون خپل فعالیت درولی دی.