close

کونړ کې د راوتلو سیلابونو له امله د ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شول

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي، چې د ماشومانو په ګډون یې پنځه تنه مړه کړي دي.

کونړ کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د زیانونو د ارزونې مدیر احسان الله احسان وايي، دغه سیلابونه نن (دوشنه، ۲۵ د چنګاښ) د کونړ په مرکز اسعد اباد، شیګل، وټه پور، خاص کونړ، مرورې، ماڼوګي او اسمار ولسوالیو کې را وتلي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د دغو سیلابونو له امله یو سړی، دوې مېرمنې او دوه ماشومان مړه شوي دي.

احسان دغه راز وایي، چې د دغو سیلابونو له امله د استوګنې ۳۸ کورونه، په سلګونه جریبه ځمکه ولاړ فصلونه، ویالې، سربندونه، پلچکونه، سړکونه او د پاکو اوبو رسولو شبکې ویجاړې شوې دي.

په ورته مهال د سیلابونو له امله زیانمنې کورنۍ د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو د بېړنیو او اساسي مرستو غوښتنه کوي. 

کونړ کې د سیلابونو له امله ځاني او پراخ مالي زیانونه داسې مهال رسېږي، چې تېر کال هم په دې ولایت کې د سیلابونو له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي وو او ځايي خلکو ته یې درانه مالي زیانونه رسولي وو.