اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې ادعا کوي، چې د طالبانو استخباراتو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د حزب الله په نوم یو ځوان له دې امله نیولی، چې د زمري په ۱۸مه یې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت پر خپله فیسبوک پاڼه د ملي بیرغ انځور پورته کړی و.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (دوشبنه، ۵ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو دا ځوان څلور ورځې وړاندې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نیولی دی.
سرچینه زیاتوي، حزب الله نومي ځوان د خپلواکۍ په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه له ملي بیرغ سره خپل انځورونه پورته کړی و، چې له امله یې طالبانو نیولی او تر اوسه ورسره زنداني دی.
سرچینې زیاته کړې، چې حزب الله اصلي د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ د «اراضې» سیمې اوسېدونکی دی او له کمپیوټر ساینس پوهنځي فارغ او له اوږدې مودې راهیسې په جلال آباد ښار کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو د کونړ په مرکز اسعد آباد کې هم یو ځوان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت له ملي بیرغ سره د انځور خپرولو پر سره نیولی او زنداني کړی و.