اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیسو د دغه ولایت په ښار او ټولو ولسوالیو کې د ډرون کامرو په کارولو بندیز لګولی دی.
په دغه ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ نن (دوشنبه، ۵ د وږي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې له وروسته هیڅوک نه شي کولای ډرون کامره وکاروي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې له دې وروسته کندهار کې هرکس ډرون کامره وکاروله او یا یې پرې عکاسي وکړه د قانوني چلند سره به مخ شي.
تر دې مخکې یو شمېر کورنیو او بهرنیو عکاسانو د کندهار له ښکلو سیمو څخه د ډرون کامرې په وسیله ویډیو او یا هم انځورونه اخیستل.
دغو کسانو ته د طالبانو ځایي حکومت له لوري د فعالیت ځانګړي کارټونه ورکول شوي وو، خو اوس یاد کارټونه هم لغوه اعلان شوي دي.
ډرون یا الوتونکې کامرې چې لوړ او تر لېرې واټن الوت کوي کولای شي پراخه سیمه تر پوښښ لاندې ونیسي.